چونګښې میندوارۍ مالومولو کې 'دقیقه وسیله' ده

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا یوه ورځ مو پوښتلي چې ښځو د میندوارۍ په اړه له ابتدايي کورنۍ ازموینې مخکې د خپلې میندوارۍ په اړه پوهېدې؟ د میندوارۍ پوهېدو کې د چونګښو کارولو دقیقې پایلې لرلې دي.
افریقايي چونګښې چې په زینوپوس Xenopus شهرت لريو له میلیونونو کلونو راهیسې د افریقا په لویه صحرا کې اوسېږي، خو د تېرې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې ددغو چونګښو ژوند هغه وخت بدل شو چې یوه برتانوي عالم بولې ورپیچکاري کړې.
لانسلوت هاپګن ژوپوه و، چې حیواناتو ته یې بېلابېل مواد ورپیچکاري کول، چې د دوی عکس العمل وښيي.
په یوه تجربه کې دغه عالم ومونده چې د میندوارۍ هورمونونه دغه وچ اوبیزه حیوان (چونګښه) په خپلکاري ډول هګیو اچولو ته اړباسي.
د مورین سیمونز ښه په یاد دي چې د زینوپوس چونګوښې په مټ یې د میندوارۍ د ازموینې پایلې څه ډول ترلاسه کړې.

د عکس سرچینه، Novartis AG
نوموړې بي بي سي ته وویل: "هغه صحنه مې لاهم په ذهن کې شته، ډاکټر سپین کمیس اغوستی و، راغی چې راته ووايي ته میندواره یې. چونګښو هګۍ اچولې دي".
د زینوپوس دا ازموینه عامو خلکو ته مالومه نه وه. یوازې په عاجلو حالاتو او طبي ازموینو کې وه، د بېلګې په توګه، د جنین د ودې او د ورم د ودې ترمنځ د توپیر لپاره کارېده.
مورین دوه ځله د جنین د غورځولو تجربه لرله، چې د چونګښو له ازموینې پرته پر خپلې میندوارۍ نه پوهېده.

مورین وايي: "اوس پوهه یم چې زه ډېره نېکبخته وم چې دا ټولې ازموینې مو وکړې."
د ستراتکلایډ پوهنتون طبي تاریخپوه جیسي اولزینکو ګرین وايي، که څه هم دا فکر هغه وخت ډېر ناشنا و، خو هغه وخت د میندوارۍ په اړه خبرې کول سم کار نه و، هم په ورځپاڼو کې به هم دا خبره نه یادېده.
اولزینکو ګرین په دې باور دی چې دې ازموینې د میندوارۍ په اړه خلک خبرو ته اړایستل.









