ډرون د امریکا د یوه بوخت هوايي ډګر الوتونه وځنډول

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا نیوجرسي ایالت په نیوارک نړیوال هوايي ډګر کې د دوو بې پیلوټه الوتکو لیدل کېدو پسې د دې هوايي ډګر ټولې الوتنې وځنډول شوې.
یوه پیلوټ د الوتنو څارڅلي(هوايي ترافیک) ته وویل چې یو ډرون یې الوتکې ته لس متره ور نږدې شو.
دا پیلوټ د الوت پر مهال له نیوارک هوايي ډګر سره څنګ کې د تتربورو هوايي ډګر سره په ډرون الوتکو واوښت، خو چارواکو د احتیاط لپاره د نیوارک ټول نړیوال الوتونه وځنډول.
نیوارک د امریکا یوولسم بوخت هوايي ډګر دی او هر کال ۲۰ میلیونه مساپر لري.
له دې مخکې د لندن ګېټویک هوايي ډګر کې هم د کرېسمس رخصتیو کې د ډرون لیدل کېدو سره د دریو ورځو لپاره سلګونو الوتنې وځنډېدې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د هواپوهنې اداره اېف اې اې د نیوارک هوايي اډې د وروستۍ پېښې په هکله وايي:
"د مازیګر پنځه بجې مو هوايي ډګر تهله راتلونکو الوتکو دوه رپوټونه ترلاسه کړل چې ویل یې په تتربورو کې یې په ۳۵۰۰ پوټه لوړوالي سره بې پیلوټه الوتکې لیدلې دي".
دوی زیاتوي همدا وجه وه چې د لنډ وخت لپاره نیوارک ته د تلونکو الوتکو الوتنې د یو څه مهال لپاره وځنډول شوې، خو د ډرون ورکېدو سره بیا پیل شوې.
خو دې چارې د الوتکو د تګ راتګ نظام له ګډوډۍ سره مخ کړ، ځکه دا اداره زیاتوي:
"له نورو هوايي ډګرونو نیوارک ته الوتنې ځنډول شوې چې اوسنۍ الوتکې کېني او بیا به دا ځنډول شوو الوتکو تګ پیل شي".
د مخنیوي پلان

د عکس سرچینه، Reuters
ډرون د هوايي چلن لپاره په ډېرېدونکې ستونزه بدلېږي.
له دې مخکې او روانه میاشت د لندن هیتروی هوايي ډګر کې هم د بې پیلوټه الوتکې د لیدل کېډو له امله د یوې ګړۍ لپاره الوتنې وځنډول شوې.
خو تر هغه مخکې د ګېټویک هوايي ډګر حالت ډېر خراب و.
د دغه هوايي ډګر الوتنې د ډیسمبر له ۱۹ تر ۲۱ ځنډول شوې وې چې ور سره د یو لک څلوېښت زره کسانو د سفر پلان اغېزمن شو.
د هغې پېښې په تړاو دوه کسان ونیول، خو له کوم تور پرته خوشي شول.

د عکس سرچینه، PA
د ګېټ ویک هوايي ډګر پولیس او کارمنان همد ډرون بیا لیدل کېدو ته د ځواب ویلو لپاره د ښه تیاري په خاطرسږ کال اړوند مانورو کې ګډون کوي.
تېره اونۍ د برتانیا حکومت له ډرون سره د مقابلې لپاره پولیسو ته ډېر واک ور کړ او همدارنګه یې د هوايي ډګرونو د څار سیمه تر دریو میلیو یا پنځو کیلومترو وغځوله.
دوی دا هم وویل چې ډرون کې به له ۲۵۰ تر ۲۰ کیلوګرامو وزن لېږدولو ثبتول ضروري وي او د دې الوتکو لېږونکي به د الوتکې استولو یا چلولو ازموینه کې برخه اخلي.








