تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې له غومبسې کرکه کوو او د شاتو مچۍ خوښوو؟
یوې تازه څېړنې موندلې چې تر ډېره انسانان له غومبسې کرکه کوي خو د شاتو مچۍ یې بیا خوښېږي.
څېړونکو دا نظر "نا عادلانه" بللی؛ ځکه چې غومبسې د چاپېریال لپاره کټ مټ لکه د مچیو په څېر ګټې لري.
څېړونکو د غومبسې د ګټو په پلوۍ یو کمپاین پیل کړی دی.
دوی په ۴۶ هېوادونو کې د ۷۵۰ کسانو نظرونه اخیستي او د چاپېریالي حشرو پېژندنې مجله کې یې پایله خپره کړې ده.
غومبسې چې ګڼ خلک په عامو ځایونو کې کرکه ترې کوي، ځکه دردوونکي چیچل کوي، د نوې څېړنې له مخې یې د انسانانو په ذهنونو کې کرکه اخښل شوې ده.
په څېړنه کې له ګډونوالو غوښتل شوي چې د قیاس پربنسټ چې له -۵ پیلېږي او دا د منفي شعور تر ټولو قوي درجه ده، د حشراتو ارزونه وکړي، حال دا چې +۵ د مثبت شعور تر ټولو قوي اندازه ټاکل شوې.
ډېری ګډونوالو د شاتو مچۍ ته د +۳ ترمنځ یا زیاته درجه ورکړې، خو د غومبسې په اړه بیا بیخي برعکس خبره ده.
کله چې له ګډون کوونکو وپوښتل شول چې د مچۍ په اړه اړوند کوم توري یې ذهن ته ورځي، د ډېری ځواب دا و چې "شات/ګبین"، "ګلان" او "القاح".
خو د غومبسو په اړه یې تر ټولو لومړی ذهن "چیچل"، "مراحمت" او "خطرناک" تورو ته ورتله.
خو غومبسې هم د شاتو د مچیو په اړه چاپېریال ته ګټورې دي.
د لندن کالج سیریان سومنر په وینا، چې ددې څېړنې څارنه هم کوي، ستونزه دا ده چې په رسنیو او علمي مجلو کې د غومبسې منفي انځور وړاندې شوی.
سومنر زیاتوي، عام خلک د غومبسې د ښو دندو په اړه نه پوهېږي، نو ځکه یې چاپېریال ته د ګټې رسولو د ارزښت پرتله ډېرې مزاحمت کوونکې بولي.
سومنر وايي، د چاپېریال لپاره د مثبتو اغېزو په اړه د غومبسو په تړاو کمې څېړنې کېږي.