"ښايي د ایران له لوري پر امريکا د سايبري بريدونو کچه لوړه شي"

د عکس سرچینه، EPA
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي لندن
نيويارک ټايمز وايي له ايران سره د اټومي تړون په نشتون کې اوس امريکايي چارواکي داسې انگېري چې ښايي د هغه هېواد له لوري پر امريکا د سايبري بريدونو کچه لوړه شي.
د ورځپاڼې په وينا د پنټګان سايبري جگړې څانگه له ايرانه د انټرنټي ترافيک بهير په ټينگه څاري.
بل لوري ته د اسراييل سايبري استخباراتو څانگې وار له مخه پر خپلو کمپيوټري شبکو د ايران له لوري د بريدونو په تمه انټرنټي جگړييزې لوبې پيل کړې دي.
څارونکو خبردارى ورکړى چې له اټومي تړونه د امريکا تر وتلو وروسته د ايران په سايبري فعاليتونو کې د پام وړ بدلون تر سترگو شوى.
واشنگټن پوسټ
امریکا چاپ واشنگټن پوسټ د افغانستان د حالاتو په تړاو د ٧٠ نوموتو اسلامي عالمانو په گډون اندونيزيا کې جوړې شوې غونډې په اړه مطلب خپور کړى.
ورځپاڼې د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ ليکلي چې د تاوتريخوالي پرېښودو ته د طالبانو هڅونې لپاره دغو علماوو تاوتريخجنه توندلاري، ترهگري او ځانمرگي بريدونه له اسلام سره په ټکر کې وبلل.
مطلب کې راغلي چې طالبانو له افغان او نورو اسلامي علماوو نه غونډې سره د پرېکون غوښتنه کړې وه، خو سره له دې هم دا غونډه تر سره شوه.
مطلب کې راغلي چې غونډه د اندونيزيا ولسمشر پرانيسته او ټينگار يې وکړ چې افغانستان کې د سولې راوستو په لړ کې د رول بولو لپاره د علماوو د هڅونې په موخه دا د اندونيزيا د هلو ځلو يوه برخه ده.
هغه ويلي علما د سولې استازي دي او خلک سولې ته هڅولی شي.
مطلب د غونډې د اعلاميې يوه برخه هم راخيستې چې وايي تاوتريخوالي ته دې هېڅ يوه دين، مدنيت او يا توکم سره تړاو نه ورکول کېږي، د ولسي وگړو پر وړاندې تاوتريخوالى او ځانمرگي بريدونه د اسلامي اصولو پر خلاف دي.
اېکسپرېس ټريبيون

د عکس سرچینه، EPA
پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د دغه هېواد پر کورنيو چارو وزير حسن اقبال د بريد په تړاو مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى " پر حسن اقبال د ډزو لپاره مرمۍ په هغو لاسونو برابرې شوې وې چې دى يې د روغبړ لپاره په خپلو لاسو کې نيسي."
ورځپاڼه وايي بريدگر ويلي چې پر ښاغلي اقبال يې د ختم نبوت د ساتنې لپاره بريد کړى، نو دې ته په پام سره چې ښاغلى اقبال په خپله هم يو مذهبي او ښه وگړى دى دا ډېره خطرناکه پر مختيا ده چې هر څوک اوس د يوه توندلارې د دې باور له امله چې گواکې ختم نبوت اصل ته يې سپکاوى کړى په نښه کېداى شي.
د ورځپاڼې په وينا دا چې اوس دين ته د سپکاوي په تړاو يو منل شوى تعريف نشته او هر څوک يې په انفرادي ډول تعريفوي پاکستان د گډوډۍ په لور سيخولى شي
ليکوال وايي د دې مهال را رسېدلى چې د سياسي ډگر ټول ونډوال بايد پوه شي چې د دغه بهير درول اړين دي گڼې دا چاره به پراخه او د پاکستان ټولنيز جوړښت به سره وپاشي.








