زموږ بدن 'تر حجرو ډېر له میکروبونو' جوړ دی

.
د عکس تشریح، " موږ په بدن کې تر انساني سلولونو ډېر مکروبونه لرو"
    • Author, جیمز ګالاګر
    • دنده, بي بي سي

ساینسپوهان وايي، د انسانانو د بدن ډېره برخه له مایکروسکوپي موجوداتو جوړه ده او یوازې ۴۳ سلنه بدن یې له انساني سلولونو جوړ دی. په ټوله کې د دغو مایکروسکوپي موجوداتو (وایروس، میکروب، پوپنک، سفنج او ارکیا) پېژندنه چې میکروبیوم یې بولي، له موږ سره د بېلو ناروغیو لکه د الرجۍ او پارکینسون (د غړو لړزې ناروغي) په تشخیص کې مرسته کولی شي.

ساینسپوهان دې پوښتنې ته د ځواب په لټه دي چې انسانوالی په څه مانا دی او ترڅنګ یې د درملنې پر نوښتي رودو هم کار کوي.

د ماکس پلانک موسسې د میکروبیومي علومو د څانګې مشر پروفیسور روت لي وايي: " میکروبیوم د انسان د روغې سټې لپاره اړین دی. د انسان بدن یوازې له انساني سلولونو جوړ نه دی. "

د انسان د بدن ځینې برخې مایکروسکوپي موجوداتو پوښلې دي؛ که هر څومره ځان ووینځي یا میکروب ضد درمل وکاروي، بیا هم یو څه میکروبونه پر خپل حال پاتې کېږي.

دغه مایکروسکوپي موجودات تر ډېره زموږ د کولمو په هغو تیاره ځایونو کې اوسي چې نسبتا لږ اکسیجن ور رسېږي.

د کلیفورنیا د سن ډیاګو پوهنتون استاد پروفیسور راب نایټ بي بي سي ته وویل:

" موږ په بدن کې تر انساني سلولونو ډېر مکروبونه لرو"

که د سلولونو پر شمېر حساب وکړو، نو بیا هم موږ له جنیټيکي اړخه په اقلیت کې یوو.

د انسان ژنوم (د ژوڼکو ټولګه) له ۲۰ زره ژوڼکو جوړ دی خو زموږ د بدن د مایکروسکوپي موجوداتو شمېر له ۲ تر ۲۰ میلیونو ژوڼکو رسېږي.

.

د کالیفورنیا د ټیکنالوجۍ موسسې میکروبپوه سارکیس مازمانیان وايي، موږ یوازې یوه جنیټیکي نقشه نه، بلکې دویمه جنیټیکي هغه هم لرو چې د میکروبیومونو ژنوم دی چې زموږ د بدن فعالیت ښه کوي:

" زما په نظر زموږ بدن د ډي این ای او بې ضرره میکروبونو له ترکیبه جوړ شوی دی."

که و انګېرو زموږ په بدن کې شته مایکروسکوپي موجودات کومه ځانګړې دنده نه لري او بې ګټې دي، دا په ټوله کې له مایکروسکوپي موجوداتو سره سرسري چلند دی.

علم ورځ تر بلې د هاضمې په سیستم، د بدن د خوندیتابه په سیستم، له ناروغیو سره د مبارزې او د اړینو ویټامینونو په تولید کې د میکروبیومونو د رول د کشفولو په حالت کې دی.

پروفیسور نایټ وايي: "موږ په وروستیو کې ومونده چې مایکروسکوپي موجودات زموږ له روغې سټې سره له تصور پورته اړیکه لري. "

نو موږ باید د میکروبونو نړۍ ته له بلې زاویې ور وګورو، ځکه تر نن ورځې له میکروبونو سره زموږ چلند دوښمنانه دی.

تر اوسه موږ له میکروبونو سره د مبارزې لپاره واکسینونه او انټي بیوټیکونه کاروو چې تر یوې اندازې یې پایلې ښې دي او د ډېرو کسانو ژوند یې ژغورلی، خو ساینسپوهان وايي، په دغه مبارزه کې مو د بدن (ګټورې باکتریاوې) هم زیانمنې کړې دي.

پروفیسور لي یې په اړه وايي: " تېرو ۵۰ کلونو کې مو د ناروغیو په له منځه وړولو کې پام وړ کار کړی، خو په مقابل کې مو ځان په پراخه کچه د بدن له نه خوندیتابه او الرجیو سره مخامخ کړی دی."

د میکروبیومونو په اړه څېړنې به د دې لامل شي چې موږ د هغوی په بدلونونو پوه شو او دا کار بیا له موږ سره د ناروغوونکو عواملو په پېژندلو کې مرسته کوي.

میکروبیومونه د کولمو له میکروبي ناروغیو، پارکینسون او ان له خفګان سره هم تړلي ګڼل کېږي.

.

چاغښت یې یوه بېلګه ده. معلومه شوې چې کورنۍ مخینه او د ژوند لار په چاغښت کې مهم رول لري، خو ګټور میکروبونه څنګه؟

د برګرو او چاکلېټونو خوړل د چاغښت لامل ګرځي او د هاضمې په سیستم کې د تولیدېدونکو میکروبونو پر ډولونو هم اغېز کوي.

تر اوسه لا چا نه ده معلومه کړې چې د نامناسبو میکروبونو ترکیب، چې په بدن کې د خوړو میتابولیزم تر سره کوي، د چاغښت لامل نه ګرځي؟

پروفیسور نایټ پر داسې موږکانو څېړنه وکړه چې له میکروبونو خوندي چاپېریال کې زېږېدلي وو. دغه موږکان ټول ژوند له میکروبونو لرې ساتل شوي وو.

پروفیسور نایټ وايي، چاغو موږکانو ته د ډنګرو کسانو د باکتریا پیچکاري کول د دې لامل کېږی چې موږکان ډنګر شي: "ډېره په زړه پورې تجربه ده، خو دا لا معلومه نه ده چې دغه تجربه پر انسانانو هم د اجرا ده او که څنګه؟ "

د روغتیاپالانو ټولنه په دې لټه کې ده چې له میکروبونو د درملو په څېر ګټه واخلي.