تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا: پیشوګانې ورځ کې یو میلیون مرغان وژني
نوې څېړنه ښيي چې په اسټرالیا کې هره ورځ تر یو میلیون ډېر اصیل اسټرالیايي مرغان د پیشوګانو له خوا وژل کېږي.
ګارډین ورځپاڼه د بیولوژیکي بحث (Biological Conversation) علمي ژورناله د نوي مطلب پر بنسټ لیکي، اټکلونه ښيي چې ښکاري پیشوګانو په یوه کال کې ۳۱۶ میلیونه مرغان وژني، او کورنۍ پیشوګانې ۶۱ میلیونه په کال کې
په دغو کې تر ۹۹سلنه ډېرې یې اصلي د اسټرالیا د وچې مرغان دي. په نوې څېړنه کې پخوانیو مطالعاتو ته هم مراجعه شوې.
د چارلس ډاروین پوهنتون کې ددغې څېړنې مشر پروفیسور جان وېنارسکي وایي:"هرڅوک پوهېږي چې پیشوګانې مرغان وژني، خو دا څېړنه ښيي چې په ملي کچه په داسې ډول د ښکار کېدو شمېره لوړه ده او کېدای شي د ډېرو ژوو د ورکېدو لامل وي."
هغه مرغان له ډېر ګواښ سره مخامخ دي چې کوچني او د منځنۍ اندازې دي او پر ځمکه ځاله جوړوي، یا هم په لېرې پرتو وچو کې ژوند کوي.
ساینسپوهان اټکل کوي په ټول اسټرالیا کې ۱۱ بیلیون مرغان دي او پیشوګانې یې هر کال نژدې ۴سلنه له مینځه وړي.
د ګواښل شویو ژوو د ساتنې سرپرست مشر سیبستین لنګ وایي، حکومت تردې دمه تر ۳۰ میلیون ډالرو ډېرې پيسې لګولي چې وژونکی ګواښ له مینځه یوسي.
ښاغلي لنګ د کورنیو پیشوګانو له خاوندانو غوښتنه کوي چې مرسته دې وکړي ځکه دوی خو لږترلږه د وژنو د یو شمېر مخنیوی کولی شي.
د پیشوګانو له خوا رسول شوی تاوان
•۳۷۷ میلیون مرغان هر کال وژل کېږي
•۹۹ سلنه وژل شوي مرغان د اسټرالیا اصلي مرغان دي چې ۳۷۳ میلیونه جوړوي
•۳۱۶ میلیون مرغان د ښکاري پیشوګانو له خوا وژل کېږي
•۶۱ میلیون مرغان هر کال د کورنیو پیشوګانو له خوا وژل کېږي