له ځمکې لاندې سړکونه به ګڼه ګوڼه کمه کړي؟

د عکس سرچینه، AFP
د ټیسلا او فضايي ایکس کمپینو څښتن ایلون مسک ویلي، د داسې کیندونکې کمپنۍ جوړولو په لټه کې دی چې له ځمکې لاندې د موټرو د تګ راتګ شبکه جوړه کړي.
ایلون مسک چې په (ټیډټاک) پروګرام کې یې د خپلې نوې کیندونکې کمپنۍ په اړه خبرې کولې وویل: "ټوله نړۍ کې خلک د موټرو له ګڼې او ګوڼې په اندېښنه دي، خو په لاس انجلس کې نو دا ستونزه له چتې (اندازې) وتلې ده."
د هغه په خبره، لومړی به د لاس انجلس د ګڼې او ګوڼې ختمونې لپاره د تللارو (د ځمکې لاندې لار) درې اړخیزه(3D) شبکه جوړه کړي.
تشیال ته د راکټ توغونې او پر سړکونو د برېښنايي موټرو د تګ تر کامیابې تجربې وروسته، ایلون مسک د موټرو د تللارو جوړولو شبکې ته زړه ښه کړی دی.
د نوموړي کمپنۍ یوه ویډیو هم پر لیکه کړې چې د یاد پلان په اړه پکې معلومات ور کړل شوي دي.

د عکس سرچینه، TheBoringCompany.com
د دې طرحې له مخې به موټر د لیفټ سیستم له لارې د تللارې موټرو شبکې سره یو ځای کېږي چې بیا به په یوساعت کې د ۲۰۰کیلومټرو په چټکوالي وځغاستلی شي.
ایلون مسک له خلکو هم غوښتي چې په دغه برخه کې خپل نظرونه ور سره شریک او دا هم ور ته ووايي چې نوې کمپنۍ ته یې څه نوم ور کړي.
پر خواله رسنیو ډېرو کسانو د نوم وړاندیز ورته کړی دی.
د سین بکلي په نامه د خواله رسنیو یوې کاروونکې ورته لیکلي، له تاسو سره تشالي ایکس (سپېس ایکس) کمپنۍ شته، نو د دې کمپنۍ نوم مو د ځمکې ایکس (لینډایکس) کېږدئ.








