ساینسپوهانو د چایو بوټي راز معلوم کړی

د عکس سرچینه، LIZHI GAO
چین کې د نباتاتو ماهرینو د هغه بوټي جنیټیک راز معلوم کړی، چې له پاڼو یې تور او شین چای جوړیږي. کارپوهانو پر دې غور کړی، چې کوم ډول کیمیايي ماده ده، چې د چایو خوند رامنځته کوي.
سره له دې، چې چای د نړۍ په لر او بر کې اوږده ټولنیزه مخینه او مینه وال لري، خو د بوټي جنیټیک په اړه معلومات په نشت حساب وو. د چین بوتني کومنګ انسټیټوټ لزهيګاو وايي: د چایو بوټي ډېر ډولونه لري، خو دا یو راز دی، چې د چایو ګل جنیټیک بنسټ کوم یو دی.
د کامیلیا نومي چایو بوټي ۱۰۰ ډولونه شته. دې کې هغه ښایسته بوټی هم شامل دی، چې باغونو کې کرل کېږي.
خو کامیلیا ساینیسز د کاروبار لپاره کرل کېږي. کارپوهان وايي، د چایو بوټي بېلې کیمیايي مادې لري، چې خوند په کې پیدا کوي او دې کې کیفین او فلیوونایډز هم شامل دي.

د عکس سرچینه، YONG SHENG YI
د کامیلیا نورو بوټو کې هم دغه ماده شته، خو کچه یې لږ وي. د بریتانیا کیو رایل بوټینګ ګارډن ډاکټر مونیک سیمنډز په دغه څېړنه کې شامل نه و، خو په خبره یې دغې څېړنې سره د چایو جینیاتي جوړښت په اړه تفصیل تر لاسه شوی دی.
نوموړي بي بي سي سره خبرو کې ویلي، 'دې سره به نه یوازې هغه کسان ګټه تر لاسه کړي، چې دغه بوټی کري، بلکې هغه کسان به هم ترې ګټه واخلي، چې درملو او سینګار توکو کې د استعمال لپاره د دغه بوټي کروندې پالي. ځکه په چایو کې شته مرکبات سینګارتوکو او درملو کې شته حیاتیاتي ځانګړتیاوو ته ورته دي. '
د چایو ډي کوډینګ دغې څېړنې پنځه کاله وخت نیولی. د چایو بوټی د ډي این اې درې میلیارده جوړې لري او دې کې د جین په ګډون د کروموسومز یعنی جینیوم کچه د کافي بوټي کې د شته جینوم پرتله څلور برابره لویه وي.

د عکس سرچینه، CHAOSHI
پروفیسر ګاوو، چې له ۲۰ د ډېرو بوټیو پر جینوم ترتیب یې د سویلي کوریا او امریکا له ساینسپوهانو سره څېړنه کړې وايي، د چایو بوټي جینوم ډېر پېچلی دی. ماهرین وايي، له جینیاتي معلوماتو سره د چایو کرهڼې سره به د چایو معیار او بیو که ښه والی رامنځته شي.
له کامیلیا نه شپږ ډوله چای چمتو کېږي. دې کې سپین، ژړ، شین، تور او د پاخه رنګ چای شامل دي، چې ټول یې خپل رنګ او بوی لري او د دې لامل بېلا بېل کیمیايي جوړښتونه دي.
ویل کېږي ۱۵ کاله مخکې، چې د بوټو ډي این اې په اړه معلومات تر لاسه شول، تر اوسه د ۵۰ ډوله بوټیو په اړه معلومات تر لاسه شوي دي، چې په کې د کیلې، رومیانو او کچالو په څېر خواړه هم شامل دي. دغه څېړنه په مالیکیولر پلانټ نومي ژورنال کې خپره شوې ده.








