محکمې فیسبوک د پردي کود کارولو له کبله ۵۰۰ میلیون ډالر جریمه کړی

د امریکا فډرال محکمې فېسبوک ته امر کړی چې زېنيمکس مېډيا د وېډيو لوبو خپروونکې کمپنۍ ته له دې امله پنځه سوه ميلیونه ډالره جریمه ورکړي چې د هغې کمپنۍ د کمپيوټر کوډ يې کارولی.

د امریکا ډالاس ایالت کې وکیلانو ویلي، اوکیولوس، چې په ۲۰۱۴ کال فیسبوک شرکت پېرلی و، داسې یوه ټکنالوژي کارولې ده، چې په اصل کې د Zenimax شرکت ملکیت دی.

د وکیلانو له پرېکړې وروسته، اوکیولوس شرکت "نهیلي" ښودلې ده، خو وايي چې پر دغه حکم به بیا غور وکړي.

دا قضیه د فیسبوک لپاره یو مالي ګوزار دی.

فېسبوک د ۲۰۱۶ کال د وروستۍ څلورمې برخې پايلو په خپرولو سره په خپله ګټه کې د چټک زياتوالي (۱۰ سلنې ډېروالي) راپور ورکړی. دغې کمپنۍ څه باندې درې نيم میلیارده ډالره ګټلي.

د ملکیت حق

د پایلو له اعلانېدا لږ وړاندې، محکمې د وېډیو ګېم جوړوونکي شرکت زېنيمکس مېډيا په ګټه پرېکړه وکړه چې فیسبوک به جریمه ورکوي، او اوکیولوس هم ملامت ګڼل شوی.

زېنيمکس پخپله دوسیه کې ویلي، اوکیولوس شرکت د ټکنالوژۍ کوډ کارولی.

د زېنيمکس اجراییوي مشر رابرټ التمان ویلي "زموږ د یوه تولید او سوداګريزې نښې او د فکري ملکیت د حق له کبله د وکیلانو د هغې پرېکړې له کبله نېکبخته یو، چې فیسبوک به موږ ته ۵۰۰ میلیون ډالر جریمه راکوي."

د اوکیولوس شرکت بنسټ؛ر پالمر لوکي له شرکت سره د تولیداتو د کارولو په هوکړه کې پاتې راغلی دی.

د فیسبوک اجراییوي مشر مارک زوکربیرګ په دې قضیه کې د ګواهۍ ورکولو پرمهال ویلي، د اوکیولوس له خوا د بل لوري د تولید کارولو فکر بیخي ناسم دی.

وړاندې زېنیمکس له فیسبوک نه د ۲ مییارد ډالرو جریمې غوښتنه کړې وه.