خیبر پښتونخوا او بلتستان کې سېلابونو ۱۵ کسان وژلي

د عکس سرچینه، EPA
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه خیبر پښتونخوا او شمالي ګلګت بلتستان کې چارواکو ویلي، د ورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو لږترلږه ۱۵ کسان ولي او لس نور یې ټپيان کړي.
په ځینو سیمو کې د ځمکې ښوېدلو له کبله لارې بندې شوې.
شانګله کې پولیسو ویلي، په لیلوني سیمه کې د ځمکې ښویېدو له کبله یو کور په بشپړه توګه نړېدلی او درې کسان پکې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
ویل کېږي په شانګله او سوات کې درې درې کسان، چلاس کې څلور، دیر، چترال، چارسرده، ملکنډ او کوهستان کې یو یو کس وژل شوی دی.
د ځمکې ښویېدو له کبله د قراقرم لاره بنده شوې ده.
د سوات سیند لاندې سیمې د هم زیانمنېشوې او د نورو سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی.




