خيبر پښتونخوا کې شپږ مړي موندل شوي

پوليس وايي د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور ښار په گډون دوو نورو سيمو کې د شپږو کسانو مړي موندل شوي
د پېښور د پوليسو په وينا د څلورو کسانو مړي د ريګي پوليس سټېشن سره نژدې ترلاسه شوي. دا لا معلومه نه ده چې دا کسان په څه ډول او ولې وژل شوي دي.
چارواکي وايي د مړيو له موندلو وروسته يې سيمې ته يوه ډله استولې، چې د دغې پېښه څېړنه وکړي.
د پوليسو په وينا تر اوسه د مړو د پېژندولو په اړه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.
بل خو د ډېره اسماعيل خان پوليسو، د يارک له سيمې د دوو مړو د موندلو پخلی کړی.
يوه ځايي پوليس بي بي سي ته ويلي، دوی ته خبر رسېدلی و، چې د سرګنډو په جنډ سيمه کې د دوه کسانو مړي پراته دي.
چارواکي وايي په دې اړه پلټنه کوي، جسدونه يې د پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
وړاندې هم خيبر پښتونخوا کې دا ډول پېښې شوې دي.








