د پاکستان لومړي وزیر د فعالې سبین محمود وژنه غندلې ده

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په کراچۍ کې د بشري حقونو د فعالې سبین محمود وژل کېدل غندلي دي. سبین محمود په کراچۍ ښار کې کور ته د ستنېدو پرمهال له خپلې مور سره په موټر کې په ډزو ووژل شوه او مور یې ټپي شوه.
د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، د آغلې محمود د وژل کېدو په اړه باید څېړنې وشي.
تر اوسه هېڅ کومې ډلې د هغې د وژلو پړه نه ده منلې، خو وړاندې ورته د مرګ ګواښونه شوي وو.
مخکینی راپور
پاکستانۍ فعاله سبین محمود چې د (سیکنډ فلور) په نامه د بحث یوه ټولنه یې جوړه کړې وه، کراچۍ کې په یوه مرګوني برید کې ووژل شوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
اغلې محمود د سیکنډ فلور د بحث له غونډې وروسته له خپلې مور سره د کور په لور روانه وه چې برید پرې وشو.
نوموړې په دغه ټولنه کې د هغو بلوڅانو د خلاصون لپاره کمپاین کاوه چې پاکستان کې په زوره نادرکه کېږې.
د راپورونو له مخې اغلې محمود چې کله نن (اپریل ۲۴مه) سهار نهه بجې د سیکنډ فلور له دفتر راووتله، ناپېژانده وسله والو پرې ډزې وکړې چې پایله کې یې نوموړې ټپي شوه او روغتون ته تر رسېدو یې ساه ورکړه.
سبین محمود له مړینې یوازې دوه ساعته مخکې پر انسټاګرام خپل انځور خپور کړی و چې نوموړې په کې د سیکنډ فلور ودانۍ کې د (د بلوچستان چوپیتا له منځه وړل) په نامه غونډې کې یې ګډون کاوه.

د عکس سرچینه،

اوسمهال پاکستان کې پر ټویټر د سبین محمود نوم تر ټولو ډېر د لټون ټکی دی او زرګونه خلک په دې اړه خپلې تبصرې او د غوصې او خپګان څرګندونه کوي.
پاکستانۍ لیکوالې کامله شمسي پر ټویټر لیکلي: "ما دوه کاله مخکې سبین ته ویلي وو چې باید احتیاط وکړي او دې راته ویلي وو (یو څوک خو باید مبارزه وکړي)، د خدای په امان ملګرې، ته په موږ کې تر ټولو ښه وې".









