پښتونخوا کالم - څلور ګوندونو ته د افغان حکومت بلنه

افغانستان سره د افتاب شېرپاؤ اړيکې د حامد کرزي له دور څخه ټینګې شوې دي.
د عکس تشریح، افغانستان سره د افتاب شېرپاؤ اړيکې د حامد کرزي له دور څخه ټینګې شوې دي.
    • Author, نورالبشر نوید
    • دنده, د پېښور ځايي لیکوال او خبریال

د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د پاکستان څلورو ګوندونو ته د ملاقات بلنه ورکړې ده، چې په کې درې پښتانه قام پرست او یو مذهبي ګوند شامل دي.

پښتنو قام پرستو کې د ای اين پي مشر اسفنديار ولي خان، د پښتونخوا مېپ مشر محمود خان اڅکزۍ او د قومي وطن پارټۍ مشر اۤفتاب احمد خان شېرپاو شامل دي. او د جمعيت العلماء اسلام مولانا فضل الرحمان ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د پښتنو قام پرستو مشرانو تګ څه نوې خبره نه ده، خو د جمعيت العلماء اسلام مولانا فضل الرحمان که د افغان حکومت په بلنه کابل ته لاړ شي، نو دا به د محترم پلار مولانا مفتي محمود د ۴۵ کلونو د هغې دورې تجديد کوي چې هر کله باچا خان په افغانستان کې مرور ناست و نو مولانا مفتي محمود د پخواني نېپ په جرګه کې مشري کوله، او باچا خان ته یې ویلي وو:

ټول وطن سرې جنډې دي، هغه تا چې څه غوښتل اوس د هغې وخت راغلى دى.

باچا خان د مولانا مفتي محمود په وینا پاکستان ته راغلى و.

افغانستان سره د جمعيت العلماء اسلام د نېپ په مخلوط حکومت کې داسې تعلق جوړ شوى و چې محترم ولي خان ورته د ''نر مُلا'' خطاب ورکړى و.

که اوس څلور لسيزې پس مولانا فضل الرحمان د افغان حکومت په بلنه کابل ته د دريو قام پرستو ګوندونو مشرانو سره لاړ شي، او ټول د پښتنو په لوى کور کې کښيني نو دا به د لر او بر ولسونو لپاره يو ښه پال وګرځي، ځکه چې دا وخت دواړو خواوو ته د يو تګ لارې ټاکلو ضرورت دى.

افغان حکومت نوي نوي ګامونه اخیستې دي. کورنۍ ستونزې هم ډېرې لري خو په بهر کې هم د ډېرو کړکېچنو حالاتو سره مخ دى.

دا ټولې ستونزې د ترهګرۍ د واقعياتو او د نامعلومه غیبي قوت د حملو څخه را پیدا شوي دي، هېڅ وخت معلوم نه دى چې ''غیبانه'' څنګه او چرته حمله کوي او څوک په نښه کوى!؟

د پاکستان او افغانستان په تعلقاتو کې اوس يوه خبره ډېره موده پس څرګنده شوه او دا ستونزه حل شوه چې ''ښه'' به ''ښه'' وي او ''بد'' به ''بد'' وي.

دا خبره د پېښور د ماشومانو د معصومو روحونو سره اوس سپينه شوه، بايد چې په دغه حواله دا په وړومبي سر منلى شوى وای چې:

ماشومان که د مغربه که د مشرق وي د ژړا او د خندا انداز یې يو دى

په دغه هکله که موږ دا حقيقت ومنو چې اور که هغه خوا دى که دېخوا، اوس د اورونو د لمبو د تماشو وخت نه دى.

اوس به ټول خپل خپلوان، ګاونډيان او پلويان يو بل سره د سرونو نه اورونه مړه کوي، پردى چې څو د کور اور مړ کولو له راځي نو کور به سوى وي.

د افغان حکومت دا بلنه د حساس وخت ضرورت دى، دا د پښتنو سيمو د پښتون افغان د ژوند د بقا سوال دى ځکه چې د پنجاب تجزيه نګاران په واز کومې او ښکاره دا وايي چې د پاکستان نه دې ''افغان مهاجرين'' وباسلى شي.

تېره اوونۍ د پنجاب يو کالم نګار د افغان کډوالو په هکله دومره سپک لفظونه ليکلي وو چې د خپل انصاري توب سپکاوى یې پرې وکړ.

بل خوا د پښتونخوا حکومت اوس اوس په اسمبلۍ کې يو وړاندیز مخکې کړی چې افغان کډوال دې وباسلى شي.

دا ټولې ستونزې او په وروستیو کې د افغان کډوالو ستونزه د لر او بر ولسونو لپاره ډېره ترخه ده.

په اسمبلو کې ناست پښتانه مشران بايد په دغه ترخه خبره هغه حقيقتونه راښکاره کړي او هغه تاريخي شواهد راوړي چې هېچا ته دا حق نشته.

نه په تاريخى دعوه او نه د نړیوال قانون په رڼا کې څوک افغانان په دغه طريقه د پاکستان څخه بهر کولى شي.

دا انساني، مذهبي او اخلاقي مسله ده، که څوک داسې کول غواړي نو د هغوى انسانيت ولې ویده شوی؟

د هغوى د مذهب هغه د انصاري توب دعوه څه شوه؟ او دومره بد اخلاقه ولې شول؟

که د افغان ولسونو د بهر کولو خبره وشوه نو په افغانستان کې دا وخت د پاکستان د خلکو بلها روزګارونه، شريک کاروبارونه، پروژو کې کار کوونکي او په هر مد کې خلک شته.

که د عمل دا عکس العمل په دغه طريقه روان پاتې شو نو نتيجه به یې څه وي؟ تاوان به یې د چا وي؟

د افغان حکومت ولسمشر چې په دومره نازک وخت کې کوم څلور مشران غواړي نو دا څلور واړه مشران د پښتنو استازیتوب کوي.

دا هاغه مشران دي چې دوى د ''حجرې او جومات'' په علامت هم يو بل ته احترام لرلى دى.

درې مشران، اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزۍ او مولانا فضل الرحمان خو د خپلو پلرونو د موروثي سياست او افغانستان سره د تعلق خپل تاريخي کردار لري، افغانستان سره د افتاب شېرپاؤ اړيکې د حامد کرزي له دور څخه ټینګې شوې دي.

که زاړه دي که نوي، د پښتون افغان مسله باندې ټول مشران پوهه لري او په بېلا بېلو وختونو کې دوى خپل فکر او نظر څرګند کړى دى.

دا وخت چې افغان مشر ډاکټر اشرف غني څلورو واړو ته بلنه ورکړې ده، نو د دې بلنې او د څلورو واړو مشرانو د دورې څخه ډېرې هيلې د نوي کال د امن د زيري په نوم اخیستل په کار دي.

خو پوښتنه دا را پیدا کېږي چې د پښتنو دا څلور واړه مشران په خپلو خبرو او فیصلو کې تر څومره حده پورې اختيارمند دي ځکه چې دا ټولې فیصلې د دوو هېوادونو د امن پورې اړه لري او امن راوستل جراٴت مندې فېصلې غواړي.

اوس هغه پخوانى وخت نه دى چې څوک به په افغانستان یوازې خپل سياست کوي، ولسونه فیصلې غواړي.