پښتونخوا کالم - د پېښور پېښې زور له افغانانو وځي

د عکس سرچینه، AP
- Author, نورالبشر نوید
- دنده, د پېښور ځايي لیکوال او خبریال
د ۱۶م دسمبر د پاک آرمي پبلک سکول د واقعې په غبرګون کې ټول زور افغانانو له راغی.
د پښتونخوا چارواکو په ډانګ پئیلی وویل:
افغان مهاجرین به له پېښوره واپس لیږو!
د پښتونخوا د چارواکو د دې خبرې سره په پېښور کې د افغانستان کډوالو سره یو فکر پیدا شوی دی ځکه چې د کډوالو د مهاجرت ژوند موده له درې لسیزو نه هم بره شوه. دلته یې کورونه، کاروبارونه، ژوند، رشتې او رشته دارۍ دي. نیم اخوا او نیم دېخوا.
د کډوالو ژوند اوس دا نعره په عملي توګه څرګندوي چې:
لر او بر یو افغان!
دا خو د سیاست نعره ده خو د ولسونو د ژوند ژواک په حواله چې فکر کوو نو ټول پښتون ټول افغان اوس څوک په کرښه نشي بیلولی.
د افغان کډوالو په هکله په هره کشاله کې داسې وختونه راځي او احکامات جاري کېږي، که په پاکستان کې هر ځای څه واقعه وشي، زور افغانانو له راشي.
اوس اوس چې د ۱۶ دسمبر د واقعې عکس العمل دا څرګند شوی چې افغان کډوال به له پېښوره وځي، د ښار په دیوالونو هم دا لیدل کېږي، د ټول پېښور په مخونو دغه خبره څه عجیبه لګي، افغان کډوال هم حیران دي چې داسې ولي وشو:
کاڼی چې راځي زما پرې سر لګي!
د پاکستان دومره فعالې استحباراتي شبکې، دومره شکې شکې ویښې سترګې، او اوسه پورې دا پته نه لګي چې غل په کومه راغی؟ که خبر دی نو بیا هم دا غږ راخېژي:
لوټ شومه تالا شومه غل چرته دی! غل څوک دی؟ چرته دی؟
دا د لویې سطحې پټې خبرې دي. پټې فرښتې د پټو خبرو او رازونو نه خبر وي. د نورو لپاره دا عیب وینا کول د ګناه په زمره کې راځي او د دې ګناه عذاب ډېر زیات سخت وي چې څوک له ځانه غیب وینا وکړي.
ځه دا به نه وایو چې د دې ګناه د عذاب تاب نه لرو، دا خو به وایو کنه چې د پښتونخوا چارواکي په دومره حساس وخت کې له پښتونخوا د افغان کډوالو د وتو خبره ولې کوي؟
دا څه د ماشومانو کډه خو نه ده چې په شا به یې را واړوي او د تورخم په لاره به لاړ شي.
پښتونخوا به د چارواکو په خیال د مصیبت نه خلاصه شي. دا کډوال خو د نړیوال قانون په رڼا کې خپل اسناد لري. د پښتونخوا په چارواکو کې دومره زور او طاقت شته چې د بین المللي قوانینو په ضد خپله فیصله وکړي؟
بل خوا د پاکستان او د افغانستان په دغه معامله شریکې خبرې شوې دي. د پاکستان د پوځ سر لښکر راحیل شریف ته د افغانستان ولسمشر په خپل ملاقات کې د پېښور د سانحې په رڼا کې د شریک اپریشن وینا کړې ده.
له دې وړاندې په تېرو ملاقاتونو او د افغان ولسمشر د پاکستان د دورې په وخت دا ټولې خبرې شوې دي چې ترهګر زمونږ شریک دښمن دی.
خو له بده مرغه یوه خبره اوس هم سپینه نه ده او هغه دا چې په شریک دښمن ترهګر کې تور او سپین، ښه او بد یادېږي.
کوم طالب ته چې پاکستان ښه وايي هغه د افغانستان لپاره بد دی او کوم چې افغانستان لپاره ښه دی هغه د پاکستان دپاره خطرناک دی.
دا خبره، دا فرق، دا تضاد، دا تور او سپین، دا ښه او بد نوي نه دي. د ظاهر شاه د حکومت څخه یې را واخله د سردار داود او بیا د افغانستان مختلفو دورونو پورې حتی د پاکستان وفادار جهادي قوتونو په دورونو کې کابل او اسلام آباد د یو بل سره دا فرق ختم کړی نه دی.
وړومبی دا ښه او بد د سیاسي جلاوطنو په شکل کې وو. د افغانستان سیاسي مرور دلته میلمانه وو او د پاکستان باغیان د افغانستان خواږه وو.
د ښه او بد دا څېرې نن هاغه سیاسي شکلونه په ډېر خطرناک شکل کې د دواړو هیوادونو تعلقاتو خنډان دي. که په حقیقی معنو جاج واخیستل شي نو خبره ډېره سپینه ده چې ماران ماران وي. ماران چا ساتلي نه دي.
اوس که څوک دا وایي چې زه ماران ساتم او بل ګاونډی به پرې خورم نو ګاونډي سره هم د هغه نسل نور ماران وي. هغه هم دغه عمل کوي چې تر څو دا خطرناک ماران ختم نشي شکونه نه ختمېږي. د دې شکونو ټول تاوان او سختۍ د دواړو خواو د ولسونو دي.
دا وخت چې په پېښور کې د افغان کډوالو کومه پرېشاني ده نو خلک ورته د کډوالۍ مهاجرت او د دوی پر ضد د پښتونخوا د چارواکو د حکمنامې فکرمندي وایي خو د هغوی په زوړونو کې دوه دردونه دي.
یو درد د خپلې کډوالۍ دی نو بل درد یې د پېښور په سانحه دی خو هغوی د خپل درد څرګندونه نشي کولی ځکه چې د هغوی اوښکو ته د شک په نظر کتلی کېږي.
دغه وجه ده چې د ټولو اقلیتونو له خوا هم د پېښور په سانحه شمعې بلې کړای شوې خو د پېښور افغان کډوالو دغه د غم د یاد شمعې په زوړونو کې پټې پټې بلې کړلی ځکه چې په هغوی شک شوی دی.
د هغوی نماینده سیاسي مشران نشته، د قامي جرګو خلک یې په پېښور کې نشته چې د زیارکښو، مزدورانو، غریبانو افغانانو سره لاریون وکړي او د خپل غم درد څرګندونه وکړي.
په رسنیو، رپوټونو او عکسونو کې د پېښور افغان کډوال نه ښکاري. نن سبا د زړونو په درد څوک یقین نه کوي چې تر څو په میډیا چا د مکر اوښکې نه وي ژړلي!
که د دې ټولو حالاتو مخ روڼي پسې ځو نو خبره به ډېره لرې ځي او په هرې خبرې کې به د دواړو خواو ولسونه حیران پرېشان اودرېږي چې اخوا پاکستان او دېخوا افغانستان ولې د یو بل لپاره شکمن دي؟ او په دغه شک کې د ولسونو دا حال ولې دی؟
هلته او دلته په زندانونو کې خلک پراته دي، په کوم شک، کوم تور یا په کوم جرم!؟
که ماران د هغه خوا دي که دلته دېخوا دي، ماران خو ماران دي، ماران ساتل ځان له زهر ډېرول دي.
افغانان په خپلو تاثراتو کې وايي غل، ډاکو، قاتل، ترهګر که زمونږ دی باید چې قانون ورله سزا ورکړي. داسې مجرمان که د پاکستان وي، طرفداري یې نه ده پکار.
خو!
د دواړو هیوادونو په زندانونو کې دا کتل پکار دي چې د ترهګرۍ په الزام کې څوک د کومې خوا ډېر دي؟
دا خبره هم هاغه ځای له راځي چې پاکستان په هند کې د اجمل قصاب په پانسۍ خپه کېږي او هند د پاکستان په سزا سربجیت سنګھ ته خپل هیرو وايي.
عین دغه شان پاکستان او افغانستان په خپلو تعلقاتو کې ولې دا شک پرېدي چې د یو ښه د بل لپاره بړاو، د بل بد د ده لپاره ښه وي!
دواړه ګاونډي مسلمان هېوادونه دي. د خپل مذهب په رڼا کې دا حدیث شریف را واخلي چې زمونږ پیغمبر فرمایلي دي، مسلمان هغه دی چې کوم څیز ځان لپاره خوښوي، د بل لپاره یې هم خوښ کړي.
بیا دې د مهاجرت په حواله د مهاجر او انصارو واقعه او عمل را واخلي، که پاکستان د ځان لپاره دا وايي،
هر ملک ملک ماست، که ملک خدای ماست
نو افغان کډوال خو دا هم نه وايي، فقط پناه غواړي لکه زمونږ د ترهګرو نه!!








