وسله والو کسانو کوټه کې ۴ پولیو کارکونکي وژلي

د پاکستان بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې وسله والو کسانو د پولیو واکسین څلور کارکونکي په ډزو وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
پولیس وايي پر یوه موټرسایکل سپرو دوو وسله والو کسانو پر ښځینه روغتیايي کارکونکو او د دوی پر نارینه موټر چلونکي برید وکړ.
چارواکي وايي د بلوچستان په ایالت کې د پولیو ضد هڅې ځنډول شوې دي.
په وروستیو کې پاکستان کې د پولیو کمپاین پر کارکونکو بریدونه زیات شوي دي. د دې وروستي برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
اورپکي وايي د پولیو کمپاین کارکونکي جاسوسان دي یا دا چې د پولیو واکسین د شنډېدو لامل کېږي.
پاکستان د نړۍ یو له هغو دریو هېواونو نه دی چې د پولیو ناروغي په کې تر اوسه له منځه نه ده وړل شوې، دوه نور افغانستان او نایجریا دي.
د پاکستان د پولیو د له منځه وړلو د ملي پروګرام تنظیمونکې عایشه رضا فاروق بي بي سي ته وویل دا یو "بې ننګه" برید و.
نوموړې وویل: "ټاکل شوې وه چې د کار پر مهال به د دغې ډلې امنیت ټینګ کړای شي خو تر دې وړاندې پرې برید وشو".
له ۲۰۱۲ کال راهیسې تر ۶۰ ډېر پاکستاني پولیو کارکونکي یا د دوی ساتندویان او موټر چلونکي وژل شوي او د زیاتره بریدونو پړه پر سخت دریځو اچول شوې ده.
د پولیسو یوه افسر عمران قریشي بي بي سي ته وویل چې دوه ښځینه کارکونکې د پېښې په ځای کې مړې شوې او دوو نورو وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړه.
پاکستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو ناروغۍ ۲۶۰ قضیې ثبتې شوې دي چې د ۲۰۰۰ کال راهیسې تر ټولو لوړې شمېرې دي.
پولیو (سرچینه: د روغتیا نړیوال سازمان):

د عکس سرچینه، BBC World Service
- په عمومي ډول له پنځو کلونو د ټیټ عمر ماشومان اغېزمنوي.
- پر عصبي سیستم برید کوي او په څو ساعتونو کې ناروغ فلجولی شي.
- پر هرو ۲۰۰ قضیو کې یوه داسې وي چې ناروغ په کې په بشپړ ډول فلج کېږي.
- له ۱۹۸۸ کال راهیسې د پولیو ناروغۍ قضیو کې ۹۹ سلنه کموالی راغلی دی.
- افغانستان، نایجریا او پاکستان کې اوس هم شتون لري.
- درملنه نه لري خو د څاڅکو یا واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.








