خیبر اېجنسۍ کې چاودنې دوه پولیس وژلي

امنیتي چارواکو ویلي د پاکستان په قبایلي سیمه خیبر اېجنسۍ کې د سړک په غاړه یوه ځای پر ځای شوي بم چاودېدو له امله دوه پولیس وژل شوي.
دغه چاودنه د لنډي کوتل زخه خېل بازار کې شوې.
د ځایي چارواکو په وېنا د چاودنې پر وخت د اېف سي دوه امنیتي پولیس پر لار روان و چې بم پرې وچاودېد.
د لومړنیو راپورونو پر بنسټ دغه بم د رېموټ کنټرول له لارې چول شوی.
په دغه چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي هم دي او تر چاودنې وروسته د اېف سي امنیتي پولیسو سیمه تر ولکې لاندې ونیوله.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی خو چارواکو ویلي چې د پېښې څېړنه روانه ده.
د پاکستان په قبایلي سیمه خیبر اېجنسۍ کې د خیبر ون په نوم د وسلوالو پر ضد عملیات له تېرو دوو اونیو روان دي.
د پاکستاني پوځ د دغو عملیاتو له امله د خیبر اېجنسۍ له باړې سیمې ګڼ شمېر خلک کډه شوي.








