وزیرستان په عملیاتو کې ۹۱۰ شکمن اورپکي وژل شوي

د عکس سرچینه، AFP
پاکستاني پوځ ویلي، جون میاشت کې یې د وسله والو طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو له پیله راهیسې نهه سوه لس شکمن اورپکي وژلي دي.
د امنیتي ځواکونو له اتیا زیات کسان هم وژل شوي دي.
پوځ وايي، شمالي وزیرستان قبایلي سیمې کې یو شمېر مهم ښارونه، چې د طالبانو مهم مرکزونه بلل کېدل، اوس د حکومت په واک کې دي.
دغه عملیات، چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار کېده، له حکومت سره د طالبانو د خبرو له ناکامۍ وروسته پیل شول.
نژدې اته لکه کسان د جګړې له زیانه د خوندیتوب په هدف له سیمې وتلو ته اړایستل شول.
له بل خوا د همدې هېواد په شمال لوېدیځ کې اورپکو داسې پاڼې وېشې، چې پکې له ځايي خلکو غوښتنه شوې، چې د اسلامي دولت جهادي ډلې ملاتړ وکړي.
دغه پاڼې په پښتو او دري ژبو لیکلې شوې او پرې د اسلامي دولت ډلې نښان چاپ دی.
دوی د هغه اسلامي دولت رامنځته کولو لپاره یوې جګړې کې د ملاتړ غوښتنه کړي، چې له منځني ختیځه تر اسیا پورې سیمه بر کې نیسي.
خبریالان وايي، پاکستان کې د جهادي ډلو خپرونې نوې خبره نه ده، خو وايي، دغو نویو موادو اندېښنې راپورته کړي، چې ښايي اسلامي دولت ډله د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان ناامنه قبایلي سیمو ته خپل اغیز وغځوي.








