باجوړو کې چاودنې ښوونکې او زده کوونکې وژلې

باجوړ د قبایلي سیمو تر ټولو کوچنۍ سیمه ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، باجوړ د قبایلي سیمو تر ټولو کوچنۍ سیمه ده.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ کې د سړک غاړې ماین چاودلی، چې درې ښوونکې او دوه زده کوونکې یې وژلې دي.

په چاودنه کې یو بل کس هم وژل شوی.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه باجوړ ایجنسۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه شپږ کسان وژلي.

په وژل شویو کې درې ښوونکې او دوه زده کوونکې دي.

د باجوړ یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، چاودنه د سالارزو ولسوالۍ تنګي سیمه کې شوې.

چاودنه د یوې خیریه مؤسسې د ښوونځي پر یوه موټر شوې ده.

چارواکي وايي، د سړک غاړې ماین د ریموټ کنټرول په وسیله چاودلی، چې وژل شې مېرمنې د ښوونځي ښوونکې دي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې ایا د ښوونځي دغه موټر په نښه شوی او که بل چا ته ځای پرځای شوی و.

په دې سیمه کې وړاندې هم پر امنیتي ځواکونو د امن لشکر په نامه ډلې بریدونه شوي.

باجوړ د قبایلي سیمو د لړۍ په شمالي برخه کې پروت دی، چې تر نورو قبایلي سیمو ډېره کوچنۍ ده.

دغه سیمه له افغان پولې سره نژدې موقعیت لري، چې تر ډېره ترې د اورپکو د فعالیتونو خبرونه ورکول کېږي.