د کوټې بریدونو کې ۲۵ کسان وژل شوي

په ترهګریزو بریدونو کې د بلوچستان مرستیال والي یو ساتونکی هم وژل شوی.
د عکس تشریح، په ترهګریزو بریدونو کې د بلوچستان مرستیال والي یو ساتونکی هم وژل شوی.

د بلوچستان ایالت په مرکزي ښار کوټه کې د دوو پرله پسې بمي چاودونو له کبله د دوو لوړ پوړو افسرانو ډپټي کمشنر او امرستیال کمشنر په ګډون لږ تر لږه۲۵ محصلینې وژلې شوې.

نن غرمه مهال ( جون ۱۵ ) د سردار بهادر خان نومي ښځينه پوهنتون په یوه بس ګاډي کې بمي چاودنه وشوه.

د چادونې له کبله ټپیانې محصلینې ځايي روغتونونو ته لېږدول شوې دي.

روغتون ته د نجونو له لېږدول کېدو لږ ځنډ وروسته د بولان نومي طبي مرکز د حوادثو په برخه کې بله بمي چاودنه وشوه، چې ویل کېږي، یو شمېر کسان په کې ټپیان شوي دي.

په دغه طبي مرکز کې له بمي چاودنې وروسته ډزې پیل شوې، چې د چارواکو په وینا تر اوسه دوام لري.

د چارواکو په وینا ۷ یا ۸ وسله والو کسانو د روغتون چارواکي او ناورغان یرغمل کړي دي.

کوټه کې د پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خبریال سلیم شاهد وايي وسله والو د روغتون لومړی، دویم پوړ نیولي او له هغه ځایه ډزې کوي او لاسي بمونه غورځوي.

د پوهنتون یوه چارواکي وویل، چې بس کې چاودنه هغه مهال وشوه، چې له برارۍ روډ سیمې نه د تېرېدو په حال کې و.

لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې چاودنه د هغه بم وه، چې بس کې ځای پر ځای شوی و او د ریموټ کنټرول له لارې وچاودېد.

د چاودنې له کبله بس په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی. د پاکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې مرستندویه فعالیتونه پیل شوي او پولیس له عیني شاهدانو پوښتنې ګروېږنې کوي.

د پاکستان لومړي وزیر میانوازشریف دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

هېڅ ډلې تر اوسه د دې برید پړه نه ده منلې. د یادونې ده، چې سرداربهارخان پوهنتون د بلوچستان یوازینی پوهنتون دی، چې ښځینه وو ته ځانګړی شوی دی.

بل لور ته نن ګهیځ وختي د بلوچستان په زیارت سیمه کې هغې ودانۍ کې بمي چاودنې وشوې، چې د پاکستان موسس محمد علي جناح په کې له مړینې مخکې اوسېد.

د ځايي پولیس مشر، نصیب کاکړ په وینا د وسله والو بم اېښودونکو د ډزو له کبله یو پولیس سرتېری هم وژل شوی.

د هغه په وینا له چاودنو وروسته په ودانۍ کې اور ولګېد او هغه تاریخي شیان هم په کې وسوځېدل، چې د محمدعلي جناح اړوند وو او په دغه ځای کې خوندي ساتل شوي وو.

د بلوڅانو بېلتون غوښتونکي سازمان ( بلوچ لبریشن ارمي) پر دغې ودانۍ د برید مسوولیت منلی.