"قبایلي سیمو کې د ښاروالۍ نظام را ولو"

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, طاهر خان
- دنده, اسلام اباد
د پاکستان مرکزي حکومت په قبايلي سیمو کې د ځايي حکومتونو یا ښاروالۍ نظام معرفي کولو پرېکړه کړې ده.
کېدای شي حکومت د پاکستان د ازادۍ د ورځې په مناسبت د اګست په ۱۴ په دې اړه د یوه پلان اعلان هم وکړي.
له قبايلي سیمو ځخه د ملي اسمبلۍ غړي منير خان اورکزي وويل: "قبایلي سیمو کې د کار کولو د اجازې وروسته اوس د ښاروالۍ د نظام د عملي کولو پرېکړه شوې ده".
د منير اورکزي په وینا د ځايي حکومتونو له نظام سره به قبایل په ټيټه سطحه انتخابي او د پرمختګ په چارو کې رول ولوبوي.
کله چې د منير اورکزي نه په قبایلي سیمه کې د خراب امنیتي حالت او د طالبانو پرته د نظام د راتلونکي په اړه وپوښتل شول نو وې وويل چې "حکومت به يه بیړه هېڅ کار ونه کړي او د ځايي حکومتونو پروسه به په مرحلو کې عملي کيږي".
د قبایلي سیمې د پارلمان غړي وويل دا نظام به اول په هغو سیمو کې پلی شي چې نور د طالبانو تر اغېز لاندې نه دي.
هغه زیاته کړه چې "طالبانو ته به هیڅ کله په دې انتخابي نظام کې د ګډون اجازه ور نه کړای شي".
ښاغلي اورکزي وويل اول به دا نظام د قبایلي سیمو په ښارونو کې پيل شي چې پاړه چینار، سده، د باجوړ مرکز ښار، یکه غونډ او غلنۍ په کې شاملې دي.
نوموړي وويل ځايي حکومتونه به مالي او قانوني اختیارات ولري خو ګورنر یا والي به د لاسوهنې ډېر واک نه لري.
"ځايي حکومتونه به ماليې عملي کوي او د ځان لپاره به بودجه منظوروي".
ښاغلي اورکزي یوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل چې قبایلي سیمې نه د پارلمان غړو او حکومتي چارواکو د نوي نظام ملاتړ کړی دی.
تر دې وړاندې د پيپلز ګوند حکومت، په قبايلي سیمو کې سیاسي ډلو ته د فعالیتونو اجازه هم ورکړې وه چې په ډېرو سیمو کې لا تر اوسه نه دې پيل شوي.
ډېری قبایل د خپلو پارلماني استازو له رول څخه په دې دلیل ناخوښه دي چې له ټاکنو وروسته د هغوی په وینا ډېریو يې خپلو سیمو ته له تلو ډډه کړې.








