بلوچستان کې ملتپالى مشر په نخښه شو

- Author, ايوب ترين
- دنده, له کوټې
د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ٢٥ کيلومتره ليرې د کچلاغ په سيمه کې د پښتون ملت پاله، عوامي نشنل گوند، پر يوې غونډې د جمعې په ورځ ( د جولاى ١٣) بمي بريد وشو.
په چاودنه کې اته کسه ووژل شول چې د عوامي نشنل گوند يو غړى او يو ماشوم هم په کې و.
په پېښه کې ٢٢ کسه ټپيان شوي هم دي چې د عوامي نشنل گوند ځايي مشر اورنگزيب کاسى او د هغه مېرمن هم شامل دي.
تر چاودنې وروسته د عوامي نشنل گوند غړو د احتجاج په دود مظاهرې وکړې او پر سړکونو يې ټايرونو ته اور ورته کړ.
پوليس وايي دا چاودنه په يوه سايکل کې د ناڅرگندو کسانو له خوا د پټو شوو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده.
تر اوسه چا د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخيستې.
په وروستيو کې په بلوچستان کې توکميزې شخړې زياتې شوې دي.
بلوچ جدايي غوښتونکي د خودمختارۍ لپاره دغلته جنګېږي.
ويل کېږي هغه وسله وال چې د افغان وسله والو طالبانو خواخوږي دي هم دغلته فعاليت کوي.








