بلوچستان کې د اوو کان کنستونکو مړي موندل شوي

د پاکستان پوليس وايي په بلوچستان کې يې د هغو اوو کان کنستونکو مړي موندلي دي چې د جولاى په اوومه نېټه تښتول شوي وو.
دغه کسان د کوټې له ښاره ٢٥ کيلومتره ليرې د سوررنگ له سيمې وسله والو تښتولي وو.
پوليس وايي اوس يې په مرميو سوري شوي مړي د سړک له غاړې موندل شوي دي.
رپوټونه وايي د بلوڅانو بيلتون غوښتونکي غورځنگ د دغو کسانو د تښتولو پړه منلې وه.
کان کنستونکي د پښتونخوا د سوات اوسيدونکي وو.
په بلوچستان کې د بلوڅو وروستى پاڅون له ٢٠٠٤ کال څخه پيل شوى دى.
دوى ډېره سياسي خپلواکي او د خپل ايالت د تېلو، غازو او نورو کانونو د عايد زياته برخه غواړي.
بلوڅ په دې خوښ نه دي چې د ايالت معدنونه يې اوس وسپړل شي.
دوى وايي چې په پاکستان کې دوى تر بل هر چا ډېر له پامه غورځول شوي دي.
بلوڅان د خپلو گڼو ملگرو د لادرکۍ خبره هم کوي او وايي امنيتي ځواکونو نيولي او تري تم کړي دي.
د چارشنبې په ورځ( د جولاى١١) د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات په بلوچستان کې نيمه پوځي ځواکونه د تري تم شويو کسانو په قضيه کې ښکېل بللي وو.








