کوټه کې وسله والو ۹ کسان وژلي

د عکس سرچینه، AFP
د بلوچستان په کوټه کې ناڅرګندو وسله والو په ډوز لږترلږه نهه کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
لومړی برید د شنبې پر ورځ (جون ۲۳) د کوتې ښار د کالیو خرڅولو پر یوه دوکان شوی، چې له کبله یې اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
برید کوونکي پر موټر سایکل ناڅرګند ځای ته تښتېدلي.
بل خوا، د سټلایټ ټاون د فیض اباد په سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د خدای نظر په نامه یو کس په ډزو وژلی دی.
په بلوچستان، تېره بیا کوټه کې د نامنیو او بریدونو له ډېرېدا سره د پاکستان د څلور واړو صوبو ترمنځ کېدونکې درې وځنۍ لوبې هم ځنډول شوې دي.
د بلوچستان د اولمپیک لوبو مرستیال مشر افضل اعوان وايي، کوتې ته د امنیتي ننګونو له کبله له نورو صوبو لوبغاړي ورتګ ته زړه نه ښه کوي.




