باړه کې د ټي ټي پي ځانمرګي بریدونه: لسو پولیسو ته مرګژوبله اوښتې

ب

د عکس سرچینه، RESCUE1122

پېښور کې د ځایي رسنیو رپوټونه وايي، په باړه کې د پولیسو پر تاڼې دوو ځانمرګو بریدګرو دوه پولیس وژلي او اته نور ټپیان دي.

په رپوټونو کې راغلي چې بریدګرو غوښتل دغه پوځي ودانۍ ته دننه شي خو د ساتونکو لخوا یې مخه نیول شوې او هملته دروازه کې یې په ځان پورې تړلې چاودېدونکي توکي چاودېدلي دي.

ځينې رسنۍ په پېښه کې د یوه کس او ځينې هم د دوو تنو د وژل کېدو او اتو نورو د ټپې کېدو خبره کوي.

بل خوا په خیبر پښتونخوا کې د ژغورنې ۱۱۲۲ ادارې ویاند بلال فیضي رسنیو ته ویلي: "بریدونه د باړې بازار په تحصیل کمپاونډ کې شوې دي."

فیضي وایې، په پېښه د اوو پولیسو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي چې شپږ یې له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتون رخصت شوي او درې نور چې ټپونه یې ژور دي لا هم روغتون کې دي.

د مرګ ژوبلې د زیاتوالي اندېښنه شته ځکه د چارواکو په وینا ودانۍ را لوېدلې او ښایې ځینې کسان ترې لاندې پاتې وي.

بل خوا په خیبر دره کې د پولیسو ویاند ظهیرخان ویلي چې بریدګرو غوښتل دغه پوځي ودانۍ ته دننه شي او ډېره مرګژوبله واړوي خو په لاره کې یې مخه نیول شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اخترحیات بیا رسنیو ته ویلي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې او د بریدګرو د بدن ټوټې یې هم د ډي این اې ټيسټ لپاره روغتون ته استولې دي.

په همدې حال کې رپوټونه کاږي چې تېره شپه هم په پېښور کې د ریګي ماډل ټاون یا ښارګوټي دروازه کې وسله والو په پولیسو ډزې کړې چې دوه کسه پکې وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

ددې پېښې په اړه ډېر مالومات نه دي خپاره شوي.

ورته مهال دوې ورځې وړاندې هم د پېښور په حیات اباد سیمه کې په نیمه پوځي ( ایف سي) ګاډي بمي برید شوی وو چې پکې لږ تر لږه شپږ سرتیري ژوبل شوي وو.

په باړه کې د نوې برېد پړه د پاکستان طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په غاړه اخیستې ده.

ب

د عکس سرچینه، Taliban

د دغه ډلې لخوا په وروستیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوې دي.

د بریدونو له زیاتوالي سره په افغانستان کې د طالبانو په حکومت د پاکستان چارواکو نیوکې هم ډېرې شوې چې ګواکې پاکستاني طالبانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هغې ځایه په پاکستان کې بریدونه کوي.

پاکستان په همدې تړاو د خبرو لپاره خپل ځانګړی استازی اصف دورانی هم افغانستان ته استولی دی.

خو د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له ښاغلي اصف دوراني سره خبرو کې ډاډ وړکړی چې کومې وسله والو ډلې ته اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د پاکستان یا کوم بل هېواد په ضد وکاروي.