بلوچستان کې نښتې؛ ۱۲ پاکستاني پوځیان او ۷ وسله وال وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان پوځ وايي، بلوچستان کې د پوځیانو او وسله والو کسانو تر منځ نښتو کې ۱۲ پوځیان او اووه وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر (ای ایس پي ار) په وینا بلوچستان مرکز کوټې ته نژدې ژوب سیمه کې د وسله والو پر ضد د دوی چاڼیز عملیات د پنځو وسله والو له وژل کېدو وروسته پای ته رسېدلي دي.
ای ایس پي ار مسوولین وايي، په سختو متقابلو ډزو کې نهه پوځیان هم وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په خبره وسله والو هڅه کوله د ژوب په کینټ سیمه کې پوځي ګارنیزیون ته ننوځي، خو ساتونکو یې دا هڅه ناکامه کړه.
بل لور رویټرز خبري اژانس په دې هکله یوه رپوټ کې وايي، تحریک جهاد پاکستان نومي وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.
د پاکستان پوځ وايي، د همدې بلوچستان صوبې بګټي ضلع یا ولسوالۍ په سويي سیمه کې یې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي، چې په ترڅ کې یې درې پوځیان او دوه وسله وال وژل شوي دي.
د بلوچستان ځايي چارواکي وايي، په دې عملیاتو کې د پوځیانو او وسله والو تر منځ سخته نښته هم شوې ده.
له دې وړاندې د جولای پر دویمه، د بلوچستان په شیراني سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته وسله وال برید څلور پولیس وژلي وو.
پولیسو هغه مهال ویلي و، برید د شیراني ولسوالۍ د ناصر په سیمه کې شوی و او د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې یو برید ګر هم وژل شوی و.
له دې مخکې هم د بلوچستان تربت سيمه کې پر یوه پوځي ګاډي ځانمرګی برید شوی و او ترې وړاندې بیا په ژوب کې د جماعت اسلامي ګوند پر مشر سراج الحق هم ځانوژونکې حمله شوې وه.
د دغه برید مسولیت کومې ډلې نه و منلی، خو په تېر کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) په سیمه کې پر پاکستاني امنیتي کسانو ورته بریدونه کړي.








