شمالي وزیرستان او کورمه کې د ښوونکو او پاکستاني پوځیانو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي

ډيورنډ کرښې ته څېرمه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو او وسلوالو تر منځ نښته کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په سیمه کې د ترهګرو پر وړاندي عملیات روان وو چې دغه پېښه رامنځته شوه.

په اعلامیه کې راغلي، دغه نښته کې "درې ترهګر وژل شوي او دوه نور ژوبل دي."

د دغه برید پړه پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي منلې ده.

د آی ايس پي آر د مالوماتو له مخې، وژل شوو سرتېرو کې سليم خان، جاويد اقبال، نذير خان، حضرت بلال، سيد رجب حسين او بسم الله جان شامل دي.

بل خوا نن "پنجشنبه" سهار شمالي وزیرستان ته څېرمه د کورمې په پاړاچنار او تري منګل سیمو کې په دوو جلا وسلوالو بریدونو کې د ښوونځي اته کارکوونکي وژل شوي، چې پنځه یې ښوونکي دي.

د کورمې ولسوالۍ د پوليسو وياند بي بي سي ته ویلي، د شريف په نوم يو ښوونکی، چې د بورډ ازموينو ته پر لاره و، پر موټر یې د نامالومو کسانو له خوا برید شوی چې له کبله یې نوموړی ځای پر ځای وژل شوی دی.

دپوليسو د مالوماتو له مخې، تر دغې پيښې وروسته ناپېژاند وسلوال په سیمه کې یوه ښوونځي ته ننوتي او پر هغو ښوونکو یې ډزي پیل کړي چې د بورډ په ازموینو بوخت وو.

د برید پر مهال په ښوونځي کې زدکوونکي نه وو.

رپوټونه وايي، په دغه برید کې څلور ښوونکي او درې د ښوونځي کار کوونکي وژل شوي دي.

ویل کېږي وژل شوي ټول د توري قوم خلک دي چې تر ډېره شیعه ګان دي.

وفاقي وزير ساجد توري د دغو دواړو پېښو په اړه د پلټنو امر کړی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه ټویټ کې په کورمه کې رامنځته شویو پېښو باندي خواشیني ښودلې او له ځايي چارواکو یې غوښتي چې د دغو پیښو مخنیوي کې "خپل رول ادا کړي."

هغه یو ځل بیا تور پورې کړی چې په پښتون مېشتو سیمو کې په لوی لاس حالات خرابول کېږي.

بل خوا رپوټونه وايي، له دغو پېښو وروسته د کورمې په بېلا بېلو سیمو کې احتجاجونه روان دي.

کورمې ته د ننوتو ټولې لارې تړل شوې دي، په روغتونونو کې بېړني حالت اعلان شوی او د انټرنېټ او موبایل چوپړونه هم ځنډول شوي دي.