تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت وایي تورخم دروازه به پنجشنبه بېرته پرانیستل شي
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په دې اړه لنډ خپاره کړي بیان کې ویلي چې د تورخم سرحدي دروازه به د پنج شنبه په ورځ یوځل بیا د هر ډول تګ راتګ په مخ پرانیستل کېږي.
سفارت وینا پاڼه کې لیکي چې د تورخم دروازه به د مساپرو، او سوداګرۍ دواړو لپاره خلاصه وي.
د تورخم دوازې د بېرته پرانیستې خبر له هغې وروسته ورکول کېږي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ یو پلاوی نن 'چهارشنبه' کابل ته تللی وو.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستاني پلاوي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: " په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې."
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو اقتصادي مرستیال پاکستاني پلاوي ته ویلي: " تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي."
تېره یکشنبه ناوخته د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق ویلي وو، دا دروازه د هر ډول تګ- راتګ، ټرانزیتي او سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د باختر اژانس د خبر له مخې، هغه دا هم ویلي چې پاکستاني اړخ له لوري د کړو ژمنو د نه عملي کېدو په غبرګون کې یې د طالبانو حکومت د مشرانو د لارښوونې پر بنسټ تړلې ده.
مولوي محمد صدیق له هېوادوالو غوښتي چې له بل امره دې تورخم ته نه ورځي.
له یادې پېښې یوه ورځ وروسته ځینو ځايي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې ګواکي په تورخم کې د دواړو خواوو ترمنځ ډزې هم شوې دي.
طالبانو بیا په تورخم کې د نیښتې رپوټونه رد کړي وو.
په ډیورنډ کرښه تورخم، سپین بولدک او نورې دوازې وخت ناوخت د عامو خلکو د تګ راتګ او سوداګرو پر مخ تړل کېږي چې ټولو ته ډېر زیان هم اړوي.