تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تورخم دروازې تړل کېدل؛ د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ د ډزو ضد او نقیض خبرونه
د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې طالب چارواکو د هر ډول تګ-راتګ پر وړاندې د تورخم دروازې د تړلو خبر ورکړی.
ځینو سیمه ییزو رسنیو د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته، د دوشنبې په ورځ تورخم کې د ډزو خبر ورکړی. طلوع نیوز او ځینو نورو رسنیو په تورخم دروازه کې د ډزو وېډیوګانې خپرې کړې دي.
تر اوسه کومې خپلواکې یا رسمي سرچینې ددې وېدیو او په تورخم کې د ډزو پخلی نه دی کړی.
که څه هم طالبانو تر اوسه د دوشنبې ورځې د نښتې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینو رسنیو د پاکستاني سرچینو په حواله ویلي چې لومړی طالبانو پر پاکستاني پوځيانو ډزې کړې او یو تن یې ټپي کړی دی.
تېره یکشنبه ناوخته د تورخم کمیسار مولوي محمد صدیق ویلي وو، دا دروازه د هر ډول تګ- راتګ، ټرانزیتي او سوداګریزو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د باختر اژانس د خبر له مخې، هغه دا هم ویلي چې پاکستاني اړخ له لوري د کړو ژمنو د نه عملي کېدو په غبرګون کې یې د طالبانو حکومت د مشرانو د لارښوونې پر بنسټ تړلې ده.
مولوي محمد صدیق له هېوادوالو غوښتي چې له بل امره دې تورخم ته نه ورځي.
د ډیورنډ پر کرښه تورخم د خلکو د تګ راتګ او سوداګرۍ مهمه لار ده چې تړل کېدل یې پر خلکو سربېره، سوداګرۍ ته هم ډېر زیان اړوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خبرو ته د طالبانو غبرګون
وړاندې، څو ځله تر دې وړاندې د تورخم او غلام خان بندرونه څو څو ځله تړل شوي او د دواړو خواو ترمنځ تر خبرو وروسته بېرته پرانیستل شوي وو.
ځینې وخت د سیاسي لانجو له کبله دغه دروازې تړل شوې دي.
تېره ورځ، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې په مونیخ کنفرانس کې د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وروستیو څرګندونو ته تفصیلي غبرګون ښودلی و.
طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې د دغه پاکستاني چارواکي د ځينو خبرو هر کلی کړی، د هغه ځينې نورې څرګندونې له حقیقته لرې بلل شوې او په اخر کې یې پاکستان ته مشوره ورکړې چې مسایل د شکایتونو له لارې نه بلکې د دوه اړخیزو مخامخ خبرو له لارې له دوی سره وڅېړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي "په مونیخ کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلاول بوټو د هغو خبرو هرکلی کوو چې سوله ییز افغانستان یې د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او غوښتنه یې کړې ده چې نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د ظرفیت لوړونې په برخو کې مرستې وکړي، کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي، بانکي محدودیتونه دې لرې کړي او له افغانانو سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي."
له دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وړمه ورځ د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال تر ډېره د خپل هېواد او سیمې په امنیت تم شو.
هغه وویل: "اندېښنه دا ده که موږ او د طالبانو سرپرست حکومت دغه ډلې جدي ونه ګڼو او د ترهګرۍ ځپلو کې خپله اراده ټینګه ونه ښيو، نو دوی به په سیمه کې ترهګري رامنځ ته کړي. موږ لا پخوا د دوی د چارو پراخېدو شاهدان یوو، کابل کې له بدلون وروسته پاکستان کې ترهګریزې پېښې ډېرې شوي. ډېر وخت به پرې ونه لګي چې نورو سیمو ته هم ورسېږي."
هغه ټينګار وکړ، سره له دې چې پوهېږي د "پاکستان دښمن په افغان خاوره کې دی" خو پاکستان به کله هم پر افغانستان د برید زړه ښه نه کړي او د هغه پر ټکو د کوم یرغل تېروتنه به ونه کړي.
دا په ښکاره په لوړه کچه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله د هغو خبرو ردو چې له دې وړاندې یې افغانستان ګواښلی و چې د اړتیا په صورت کې به په هغه هېواد کې عملیات وکړي.
پاکستان بیا تل په یوه نه یوه بڼه ویلي چې پدغه هېواد کې د ناامنیو تر شاه افغان خاوره کارول کېږي.
خو طالبانو په وروستۍ خپره شوې اعلامیه کې ویلي "د پاکستان وروستۍ نا امني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی او دوی به هېچا اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد وکاروي."
پر پاکستان ډېر وخت نېوکه کېږي چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان په استازیتوب غږېږي دا ځل په خپره شوې اعلامیه کې طالبانو هم پاکستان ته مشوره ورکړې "په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي."