تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان دفاع وزیر او د استخباراتو مشر په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته تللي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف نن 'چهارشنبه' د یوه لوړ پوړي پاکستاني پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی دی.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستاني پلاوي سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کتلي.
د ملا عبدالغني برادر له دفتره په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دغه جګپوړي پاکستاني پلاوي کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تر څنګ د هغه هېواد پوځي څارګرې ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان او د کابل لپاره د دغه هېواد سفیر عبیدالرحمان نظاماني هم مله دي.
د افغانستان لخوا هم په دې غونډه کې د ملا برادر تر څنګ د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد او د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم و.
دا سفر داسې مهال کېږي چې طالبانو د تورخم دروازه تړلې او وخت نا وخت پر ډېورنډ کرښه د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله کېږي.
په دغې کتنه کې په څه موضوعاتو خبرې شوې؟
په داسې حال کې چې پاکستان په دې وروستیو کې پرلپسې د افغانستان لخوا له ورپېښو خطرونو او ناامنیو اندېښنه ښودلي د طالبانو لخوا خپره شوې اعلامیه بیا ښيې چې د غونډې ډېر تمرکز پر اقتصادي مسایلو و.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: " په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې وکړې."
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، ملا برادر په دغې غونډه کې ټينګار وکړ چې سوداګري او اقتصادي مسایل دې له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا شي او هېڅکله دې د سیاست ښکار نه کېږي.
هغه همداراز د پاکستان او افغانستان په ښو اړیکو ټينګار کړی او ویلي یې دي د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او اقتصاد ښې اړیکې د کابل او اسلام اباد په ګټه دي.
په خبرپانه کې راغلي ملا عبدالغني برادر له پاکستاني لوري د هغو بندیانو د خلاصون غوښتنه هم وکړه چې اوسمهال د پاکستان په زندانونو کې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو اقتصادي مرستیال پاکستاني پلاوي ته ویلي: " تورخم او سپين بولدک کې باید د ټولو مسافرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او د عاجلو ناروغانو په تګ راتګ کې باید ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي."
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم له دغه سفر وروسته په یوه ټوېټ کې د سفر په اړه یو څه جزیات خپاره کړي.
د هغه هېواد د ویاند دفتر ویلي: "د دفاع د وزیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی په کابل کې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره پر امنيتي موضوعاتو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په لارو چارو خبرې کوي."
طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستاني پلاوي د خبرو او سفر اجنډا په اړه واضح ډېر څه نه دي ویل شوي، خو ویلي یې دي: " پاکستاني لوري د افغانستان اسلامي امارت ته د ذکر شویو مسایلو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او مؤظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړي."
خواجه اصف چې په ځلونو یې پاکستان کې ناامني د خپل هېواد د تېرو کړنو او غلطو پالیسیو سره تړلې بللې د دغه سفر په اړه مخکې څه نه و ویلي.
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د ناامنۍ پېښې پراخې شوې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا دری اونۍ وړاندې پارلمان ته په وینا کې ټينګار وکړ چې "د روانې ترهګرۍ تخمونه پاکستان کرلي."