تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان دفاع وزیر: د نوي پوځي مشر ګومارنې لپاره سلا، مشورې روانې دي
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د پاکستان دفاع وزیر وايي تر اوسه د پوځ نوي مشر ګومارنې په هکله مشورې روانې دي او په وینا یې دا به له معمول سره سمه ګومارنه وي چې د وړتیا پر بنسټ به کېږي.
د فاع وزیر خواجه اصف په لندن کې د پاکستان له پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف سره د هغه د ورور او اوسني لومړي وزیر محمد شهباز شریف د لیدنې په هکله په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''رسنیو کې اټکلاً ویل کېږي چې د نواز او شهباز تر منځ د لندن لیدنه کې د پوځ نوي مشر په هکله کومه پرېکړه شوې ده.'' خو ښاغلی اصف زیاتوي: ''دې لړ کې مشورې شوې دي، خو پرېکړه به له اساسي قانون سره سم د دې بهیر له پیل وروسته د سلا مشورو له لارې کېږي.''
خواجه اصف له دې مخکې د پاکستان له شخصي ټلویزیون جیو نیوز سره خبرو کې ویلي، دی او لومړی وزیر شهباز شریف د پوځ لپاره د نوي مشر ګومارنې لړ کې له نواز شریف سره د مشورې لپاره لندن ته تللي دي.
نوموړي هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې لومړي وزیر شهباز شریف غوښتل د اوسني پوځي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دندې موده وغځوي، خو نواز شریف نه ده ورسره منلې. ښاغلی اصف وايي، په هېڅ یوه غونډه کې یې له شهباز شریف یا نواز شریفه داسې څه نه دي اورېدلي.
خواجه اصف پر مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند پر مشر عمران خان تور پورې کړی، چې د ده په خبره غوښتل یې د پاکستان پوځ نوي مشر ګومارنې بهیر اغېزمن کړي.
بل لور د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، نواز شریف به د پوځ لپاره داسې مشر ګوماري چې د ده له نظر مرسته ورسره وکړي.
ښاغلي خان د خپل ګوند حکومت ضد لانګ مارش یا ستر لاریون ته د ویډیويي لینک له لارې وینا کې د پاکستان مسلم لیګ ګوند پر مشرانو نواز او شهباز شریف نیوکې وکړي.
نوموړی وايي، لومړي وزیر شهباز شریف نړۍ ته داسې پیغام ورکوي چې ګواکې یو داسې سړی د پاکستان مهمې پرېکړې کوي چې د پاکستان محکمې سزا ورکړې او فراري دی.
د یادونې ده چې د پاکستان اوسنی پوځي مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د روانې نومبر میاشتې پر ۲۹ نېټه تقاعد کېږي او د پاکستان له قانون سره سم به لومړی وزیر د لوړپوړو پوځي جنرالانو له یوه نوملړه یو کس د پوځ نوي مشر په توګه ګوماري.
د جنرال باجوه د دندې موده د ۲۰۱۹ کال په اګست کې د هغه مهال لومړي وزیر عمران خان له لوري د دریو کالو لپاره غځول شوې وه.
جنرال قمر جاوېد باجوه د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د پوځ د لوی درستیز په توګه دنده پیل کړه.
په دا وروستیو کې د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای اېس پي ار له لوري ویل شوي چې تېره مارچ میاشت کې د وخت حکومت وړاندیز کړی و، چې د جنرال باجوه د دندې موده به تر ناټاکلې مودې پورې وغځوي، خو جنرال باجوه دا وړاندیز رد کړی و.
وړمه ورځ بیا د پاکستاني پوځ رسنیزې څانګې ای اېس پي ار له لوري په یوه اعلامیه کې وویل شول چې جنرال باجوه د منګلا او سیالکوټ سیمو پوځي چاونیو ته له پوځیانو سره د مخه ښې په موخه هلته تللی و.
د ای اېس پي ار په اعلامیه کې راغلي جنرال باجوه په دواړو پوځي کوټونو کې له افسرانو او سرتېرو سره لیدلې او ویناوې یې کړې دي.
د یادونې ده چې د ای اېس پي ار دا اعلامیه لومړی ځل د جنرال باجوه د خدای پامانۍ خبره کوي. یادې ادارې تېره چارشنبه هم پېښور ته د جنرال باجوه د سفر خبره کړې وه، خو په هغه خبر کې د خدای پامانۍ اخیستو موضوع نه وه یاده شوې.