پاکستان کې د قامي اسمبلۍ ضمني ټاکنې؛ عمران خان د ۶ څوکیو په ګټلو سره ریکارډ‌ جوړ کړی

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان چې د تحریک انصاف ګوند مشر دی، د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ ضمني ټاکنو کې له ۸ د ۶ څوکیو په ګټولو سره نوی ریکارډ جوړ کړی.

عمران خان د قامي اسمبلۍ د ۷ څوکیو پر سر سیالي کوله او اوس لومړنۍ او غیر رسمي پایلې ښيي چې یوازې یو ځای ناکام شوی دی.

د قامي اسمبلۍ دوه نورې څوکۍ د پاکستان واکمن خلکو ګوند (پیپلز پارټۍ) نوماندانو ګټلې.

عمران خان له ملتانه قامي اسمبلۍ ته نه و ولاړ او په مېلر کې یې د پیپلز ګوند له نوماند عبدالحکیم بلوچ ماتې خوړلې ده.

عمران خان پېښور کې د پښتون ملتپال ملي عوامي ګوند نوماند غلام احمد بلور او چارسده کې د همدغه ګوند مشر ایمل ولي خان مات کړي دي.

د پېښور له انتخاباتې حوزې یا حلقې غلام احمد بلور ۳۲ زره ۲۵۳ رایې او عمران خان ۵۷ زره ۸۲۴ ګټلې دي.

د چارسدې د ۲۴ حوزې ټاکنو کې عمران خان ۷۸ زره ۵۸۹ او ایمل ولي خان ۶۸ زره ۳۵۶ رایې ګټلې دي. ‌

د پاکستان تحریک انصاف مشر همدا راز مردان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند محمد قاسم مات کړی.

دغه ځای کې عمران خان ۷۶ زره ۶۸۱ او محمد قاسم ۶۸ زره ۱۸۱ رایې خپلې کړې.

هغه فیصل اباد کې د مسلم لیګ 'نواز' ګوند نوماند عابد شیر علي او ننکانه صاحب کې د همدغه ګوند 'شذره منصب علي' ته ماته ورکړې.

د کراچۍ د کورنګي حلقې ټاکنو کې یې د متحد قومي غورځنګ له سید نیئر رضا ټاکنې ګټلې دي.

‌د ملتان ټاکنو ته د عمران خان حکومت کې د هغه د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي لور 'مهر بانو قریشي' ولاړه وه چې ماته یې خوړلې.

هغې پر دې څوکۍ د پخواني لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني له زوی 'موسی ګیلاني' سره سیالي کوله.

تحریک انصاف ګوند پر قامي اسمبلۍ سربېره د پنجاب ایالتي اسمبلۍ ضمني ټاکنو کې هم له دریو دوه څوکۍ خپلې کړې.

د یادونې ده چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند غړي تېر اپرېل کې د لومړي وزیر په توګه د هغه له بېواکه کېدو وروسته ملي اسمبلۍ کې له خپلو څوکیو ګوښه شول.

دوی ویل داسې اسمبلۍ ته نه ورځي چې په پردیو دسیسو جوړه شوې وي.

عمران خان که څه هم شخصآ پخپله دغو ضمني ټاکنو کې اوو څوکیو ته نوماند و او پر شپږو بریالی شو، خو ډېر پر دې باور دي چې نوموړی به له دې بې سارې بریا سره سره اسمبلۍ ته لاړ نه شي او ګواکې په دې ټوګه یې یوازې غوښتل مخالفو ګوندونو ته خپل ځواک ښکاره کړي.