عمران خان: له ټاکنو پرته بله هر لار به پاکستان د لا ډېر سیاسي او اقتصادي کړکېچ خوا ته یوسي

د‌ پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان دغه هېواد کې روان سیاسي او اقتصادي کړکېچ ته په اشارې ویلي د حل یوازنې لار د ټاکنو د یوه باوري کمېسیون په وسیله د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې له ټاکنو پرته بله هره لار به "پاکستان د لا ډېرې سیاسي ناڅرګندتیا او اقتصادي ګډوډۍ خوا یوسي."

عمران خان دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د غير رسمي پایلو له مخې د هغه تحریک انصاف ګوند د پنجاب ايالت ضمني ټاکنو کې د ایالتي اسمبلۍ له شلو ۱۵ څوکۍ ګټلې دي.

دا پایلې ښيي چې د پنجاب د ضمني ټاکنو څلور نورې څوکۍ اوسني واکمن مسلم لیګ (ن) او یوه خپلواک نوماند خپله کړې.

عمران خان د دغو ټاکنو پایلو ته په اشارې ویلي د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او رای اچوونکو دغو ټاکنو کې "یوازې د مسلم لیګ (ن) نوماندان نه، بلکې ټول دولتي ماشین، په ځانګړې توګه د پولیسو زور زیاتی او د ټاکنو پلوی کمېسیون" هم ورسره مات کړي.

له دې سره د مسلم لیګ (ن) ګوند مرستیالې مریم نواز بیا ویلي چې ګوند یې باید په ورین تندي د ټاکنو پایلې ومني.

هغې پر خپل ټویټر لیکلي "د خلکو پرېکړې ته باید غاړه کېښودل شي. سیاست کې بریا او بایلل وي."

مریم نواز سپارښتنه کړې چې د دوی ګوند باید اوس خپل کمزوري ټکي مالوم او د هغو لېرې کولو لپاره زیار وباسي.

د واکمن مسلم لیګ (ن) یو بل مشر او مرکزي کابینه کې د هوايي چلن او اورګاډو وزیر سعد رفیق ویلي دغو ټاکنو وښوده چې "اسټبلشمنټ، د ټاکنو کمېسیون او د پنجاب ایالتي حکومت په بشپړ ډول بې طرفه پاتې شوي او چا درغلۍ نه دي کړي."

هغه دغو ټاکنو کې ظاهرآ د پاکستان تحریک انصاف بریا ته په اشارې ویلي چې دوی هم اوس د پراخو درغلیو تور پورې کولی شي، خو دا کار نه کوي.

پنجاب کې ضمني ټاکنې

د پاکستان د پنجاب ايالت ضمني ټاکنو کې د رايو اچونې پروسه یکشنبه سهار وختي پیل او د مازديګر تر پنځو بجو يې دوام وکړ.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي ټاکنې په سمه توګه ترسره شوې او څه باندې درې زره مرکزونو کې ګڼ شمېر خلکو ګډون درلود.

نوموړي ويلي په ټاکنو کې د خلکو ګډون ۴۰ سلنه زيات وو چې عموما کم شمېر کسان په ضمنی ټاکنو کې برخه اخلي.

خو په عينی حال په پنجاب کې مسلم لیګ نواز او د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشرانو پر يو بل د زور او تاوتریخوالي تورونه پورې کړې دي.