د پاکستان حکومت 'تر وخت وړاندې' ټاکنې رد کړې، د عمران خان ګوند وایي پرېکړه اوس د دوی لاس کې ده

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مرکزي کومېټې مرستیال فواد چودري وایي د پنجاب ضمني‌ ټاکنو کې عبرتناکې ماتې د ۱۳ ګوندونو له اتحاده د جوړ حکومت د فکر او عمل وړتیا سخته ځپلې ده.‌

ښاغلي چودري دغو ګوندونو ته د لاسپوڅو خطاب کړی او ویلي یې دي چې ګواکې دغو ګوندونو ته د پنجاب ایالتي اسمبلۍ ټاکنو کې تر سختې ماتې وروسته، اوس سراسري ټاکنو کې د ماتې فکر ور لوېدلی نو ځکه له ټولټاکنو پښه باسي.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند دا مشر وایي د پاکستان مرکزي حکومت د اکسیجن په ماشین ژوندی دی او پخپله دا پرېکړه نشي کولی چې تر کله به پايي.

نوموړي زیاته کړې چې پرېکړه به اوس دوی کوي، خو اوسني اېتلافي حکومت ته د دې موکه ورکوي چې عاقلانه تصمیم ونیسي.‌

هغه حکومت کې شامل ګوندونه تورن کړي چې د دسیسې له لارې واک ته رسېدلي او د هېواد د پایښت او راتلونکې په بیه یې پر واک منګولې ښخې کړې.‌

د پاکستان مخکینې لومړی وزیر عمران خان ټینګار کوي‌ چې ژر دې رڼې سراسري ټاکنې وشي.

هغه وایي یوازې همداسې ټاکنې کولی شي چې پاکستان له اوسني سیاسي او اقتصادي کړکېچه وباسي.

خو اوسني حکومت کې شاملو ګوندونو د تر وخت وړاندې ټاکنو مخالفت کړی.

د پاکستان حکومت کې د شاملو ګوندونو ناسته

د پاکستان په لاهور کې د لومړي وزیر میا محمد شهباز شریف په کور کې له د حکومت اتحادي ګوندونو له ګډې غونډي وروسته د ریلوې وزیر سعد رفیق وايي، فدرالي حکومت به ټاکلې موده پوره کوي.

ښاغلي رفیق یوې خبري غونډې ته وویل: ''فدرالي حکومت به خپله موده بشپړه کړي، د هېواد پرمختګ لپاره به اقدامات وشي او ټول صوبایي حکومته حق لري، خپله ټاکلې موده بشپړه کړي. ''

د حکومت یوه بل اتحادي ګوند پاکستان پیپلز پارټي یوه مهم مشر نثار کهوړو هم وايي، حکومت او پارلمان به ټاکلې موده پوره کوي او ټاکنې به په ټاکلي وخت کېږي.

د یادونې ده، چې د پنجاب ایالت په ضمني ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د ټولټاکنو غوښتنې تر څنګ د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر د استعفا غوښتنه وکړه.

مخکيني لومړي وزیر عمران خان دغه هېواد کې روان سیاسي او اقتصادي کړکېچ ته په اشارې ویلي د حل یوازنۍ لار د ټاکنو د یوه باوري کمېسیون په وسیله د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې له ټاکنو پرته بله هره لار به "پاکستان د لا ډېرې سیاسي ناڅرګندتیا او اقتصادي ګډوډۍ خوا یوسي."

د پنجاب ایالتي پارلمان پر ۲۰ څوکیو د ضمني ټاکنو لړ کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند ۱۵ او پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند ۴ څوکۍ تر لاسه کړې.

بل لور د حکومت اتحادي ګوندونو له غونډې وروسته د پیپلز ګوند نثار کهوړو وايي:

''که عمران خان له وخته د مخکې ټاکنو هیله لري، د خیبر پښتونخوا ایالت اسمبلۍ دې ړنګه کړي، خو داسې نه شي کېدای چې په پنجاب کې د ۱۵ څوکیو له ګټلو وروسته د ټول هېواد د ټاکنو پرېکړه د پي ټي ای (پاکستان تحریک انصاف ګوند) په خوښه وشي. ''

له دې مخکې د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري یوې خبرې غونډې ته وویل، د پاکستان ټاکنو کمېسیون مشر باید سملاسي استعفا وکړي او که لومړي وزیر شهباز شریف د ټاکنو نېټه اعلان کړي، دوی چمتو دي چې په پارلمان کې پرې مذاکرات وکړي.