پاکستان کې سېلابونو ۷۷ کسان وژلي دي، ډېره مرګ ژوبله یې بلوچستان کې اړولې

په پاکستان د بارانونو او سېلابونو له امله تر ۷۷ کسان وژل شوي چې ډېری يې په بلوچستان ایالت کې دي. تراوسه ددې بارانو او سېلابونو له امله کوټه - کلاسیف الله او شاوخوا سیمې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، چې هلته ځينې کورونه نړېدلي او ډېری هغه اوبو وړي دي.

تراوسه د دغو بارانونو او سېلابونو له امله کوټه - کلاسیف الله او شاوخوا سیمې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، چې هلته ځينې کورونه نړېدلي او ډېری هغه اوبو وړي دي.

په تېرو درېیو ورځو کې یوازې د پاکستان په بلوچستان کې د ورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو کې د وژل شویو خلکو شمېر ۲۷ ته رسېدلی. ځايي چارواکي وايي، ډېری وژل شوي ماشومان او ښځې دي.

د بلوچستان د طبیعي پېښو د مبارزې ادارې ویاند فیصل نسیم پانیزي بي بي سي ته وویل، دا مرګ ژوبله په تېرو درېیو ورځو کې کوټه، کلای سیف الله، ږوب، کڅ، ماستونګ او نورو سیمو کې رامنځ ته شوې ده.

د یادې ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته وویل: "پر مرګ ژوبلې سربېره د مالي زیانونو په اړه هم رپوټونه ورکړل شوي دي."

بلوچستان کې د جولای له څلورمې ورښتونه پیل شوي چې له کبله یې سېلابونه راوتلي دي.

د بلوچستان چارواکي وايي، یوازې کوټه کې د باران او سېلابونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر نهو تنو ته رسېدلی.

په قلعه سیف الله کې سېلابونو نهه کسان وړي چې له ډلې یې د څلورو ماشومانو مړي موندل شوي خو څلور ښځې او یو ماشوم لا هم ورک دي.

دغو سېلابونو په کڅ ولسوالۍ کې درې، په کچهي کې دوه ماشومان او د کوټې د مستونګ ولسوالۍ په دښت سیمه کې یې دوه ښځې وژلې دي.

د بلوچستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې په کوهلو کې درې، ژوب او خضدار کې یو یو تن وژل شوی.

هلته د هوا پېژندې اداره وايي، د لا زیاتو بارانونو او سیلابونو خطر شته.

"کوټه کې اوږده موده داسې څه نه وو پېښ شوي"

‌بلوچستان کې د بارانونو دغه لړۍ د جون پر ۱۳ نېټه پیل شوې ده او د دې ادارې د مالوماتو له مخې له هغه راهیسې سېلابونو ټول ټال ۳۹ تنه وژلي چې لس سړي، ۱۶ ښځې او ۱۳ ماشومان پکې شامل دي.

هلته کوټې ته نژدې دښت سیمه کې سېلابونو د خښتو په بټیو کې د کارکوونکو خلکو کورونه سخت زیانمن کړي دي.

په کوټه کې د خراب کانالیزاسیون له کبله د موسمي بارانونو پر مهال ډېر کله په کوڅو او سړکونو کې اوبه ډنډ کېږي او ویالې پکې بهېږي خو د اوسني وضعیت غوندې حالت دا اوږده موده هم چا نه و لیدلی.

د سریاب په کسټمز نومې سيمه کې سېلابونه دومره په چټکۍ سره بهېدل چې څو تنه لیدل شوي چې اوبو پر سر اخیستي وو او له ځانه سره یې وړل. ځینو یې د ځان ژغورلو لپاره د برېښنا ستنو او نورو توکو پسې لاسونه اچول.

همدا راز بای پاس سیمې ته نژدې د حیواناتو په منډیۍ کې لسګونه مېږې او اوزې سېلابونو له ځانه سره وړې دي.

سېلابونو ګڼ کورونه ویجاړ کړي دي

د دغو توپاني ورښتونو له کبله ګڼو کورونو ته هم اوبه ورننوتې دي او ځینې کورونه یې غورځولي هم دي.

د سریاب په سرده کلي کې ځينو کورونو ته دومره اوبه ورننوتلې دي چې له اوسېدو یې ایستلي.

ځايي چارواکو ویلي چې يوازې په ګوهراباد سیمه کې له دېرشو تر څلوېښتو کورنۍ زیانمنې شوې دي.

دغه کورنۍ وايي، چې هم یې کورونه د اوسېدو نه دي او هم یې د کور توکي‌ سېلاب له ځانه سره وړي دي.

ځايي چارواکي وايي چې زیانمنو شویو ته یې د مرستو لړۍ پیل کړې ده.‌