تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان کراچۍ ښار کې باران ۳۵ کسان ووژل
د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې بیا توپاني باران پیل شوی او پولیس وايي، د پنجشنبې په ورځ د ښار مختلفو سیمو کې د باران له امله ۲۳ کسان وژل شوي دي.
کراچۍ کې د پولیسو مشر غلام نبي میمن وايي، دغه ښار کې د اوسنیو بارانونو له امله ټول ۳۵ کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، دوی کې ۲۳ کسان د پنجشنبې په ورځ وژل شوي دي.
دا موسمي باران د سې شنبې پر ورځ پیل شوی او د پنجشنبې په ورځ د تازه څپې له امله په ځینو سیمو کې د ورښت کچه ۲۰۰ ملي مترو ته رسېدلې ده.
د دغه ښار ډېرو سیمو کې د پنجشنبې باران ورېدو سره د خلکو ستونزې نورې هم ډېرې شوې.
سېلاب ځپلو سیمو کې د باران اوبو اېستلو او خلکو ته مرستو رسولو کې پوځ هم ښکېل شوی دی.
د سیند حکومت ښار کې د باران له امله پنجشنبه رخصتي اعلان کړې وه او د کراچۍ په ګډون د صوبې نورو سیمو کې یې له سې شنبې راهیسې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د کراچۍ پولیسو په وینا د باران له کبله د ښار ټولې لارې تړلې دي، تر ځمکې لاندې د تګ راتګ لارې له اوبو ډکې دي او د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.
د دغه ښار د ډیفنس هاوسنګ سوسایټي نومې سیمې یو اوسېدونکی محمد ندیم وايي، په لارو کوڅو کې دوه فوټه اوبه ولاړې دي او 'ډاریږم چې دغه اوبه مې کور ته ننوځي '
له بي بي سي سره خبرو کې د کراچۍ سوداګرو ټولنې مشر عتیق میر وايي، د باران له کبله سوداګر تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. دی وايي:
''زموږ اتیا سلنه کارخونې او دکانونه له باراني اوبو ډک دي. اوبو له دکانونو ټول مالونه وړي دي.د اګست له ۲۶ راهیسې د ښار کاروبارونه تړلي دي. ''
ښاغلي میر وايي، ''سوداګر په کورنو کې د ماشومانو په خوندي ساتلو بوخت و، چې بل لور ته یې باران د ټول ژوند شتمني په اوبو لاهو کړه. ''
پر خواله رسنیو ویډیويي کلیپونه لاس پر لاس کېږي، چې له باراني اوبو ډکې لارې کوڅې پکې ښکاري.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو زوی بلاول بوټو زرداري وايي، سند ایالت کې له تېرو ۹۰ کلونو راهیسې دومره سخت باران نه و لیدل شوی.
په یوه ویډیويي کلیپ کې هغه کانټینر لیدل کېږي چې اوبو پر سر اخیستي چې د عاشورا مراسمو لپاره په ایم اي جناح روډ سیمه کې ځای پر ځای شوي وو.
پر چارواکو له دې کبله پراخې نیوکې کېږي چې له خبرداري سره سره یې له ښاره د باراني اوبو ایستلو لپاره مناسب اقدامات نه دي کړي.
د ښار په ډېری سیمو کې برېښنا پرچاو شوې او چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په باراني موسم کې له برېښنايي الاتو او تجهیزاتو سره احتیاط وکړي.