پاکستان کې سېلابونو لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې

د پاکستان کراچۍ ښار کې له ګڼ باران وروسته بېلا بېلو پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي دي. په ښار کې تر ډېره حده د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي او د پاکستاني پوځیانو په ګډون مرستندیان له تېرو دریو ورځو راهیسې په فعالیت بوخت دي.

ځايي پولیس وايي، یو شمېر کسان سېلابي اوبو وړي او د مړو موندلو لپاره هڅې روانې دي. خبریال زبیرخان په خپل رپوټ کې د ځايي پولیسو له قوله وايي، اوس ګرانه ده، چې د جمعې پر ورځ د موندل شویو مړیو کره شمېر وښوول شي.

بل لور ته د خیریه ټولنې ایدهي فاونډېشن مشر فیصل ایدهي وايي، تېرو دریو ورځو کې له ګڼو بارانونو وروسته د دېوالونو، چتونو ړنګېدو، برېښنايي جټکو او اوبو کې ډوبېدو له کبله ۴۹ کسان وژل شوي دي.

له دې مخکې د کراچۍ پولیسو مشر غلام نبي مېمن د پنجشنبې پر ماښام له بي بي سي سره خبرو کې د بارانونو له کبله د ۳۵ کسانو مړینه تایید کړه.

د ایدهي فاونډېش مشر وايي، د ښار ځینې نورو سیمو تر څنګ ناظم اباد نومې سیمه د باران له کبله ډېره اغېزمنه شوې او دوی له دغې سیمې د نژدې ۳۰۰ کورنیو په ایستلو کې مرسته کړې.

د نوموړي په وینا اوس دغه یو شمېر کسان کورونو ته ستانه شوي دي، خو ځینې نور بیا ځکه خپلو مېنو ته نه ستنېږي، چې کورونه یې د اوسېدو وړ نه دي.

ښاغلی ایدهي وايي:

''پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو له دې سیمو نژدې ۱۰ زره کورنۍ نورو سیمو ته لېږدولې دي، له دوی نه ښايي ځینې خپلو کورونو ته ستانه شوي وي، خو د ډېرو نورو کورونه او مېشت ځایونه د سېلابي اوبو له ورننوتو وروسته د اوسېدو وړ نه دي. ''

بل لور ته د پاکستان هوا پېژندندې ادارې ویلي، د جمعې پر ورځ موسم نسبتاً ښه و، په ښار کې باران نه دی شوی او د ښار په ځینو څنډو کې باران شوی، چې ډېر ګڼ نه و.

په کراچۍ کې د هوا پېژندنې ادارې ځايي مشر سردار سرفراز وايي، د جمعې پر ورځ تر ټولو ډېر باران د کراچۍ په ګلشن حدید سیمه کې اورېدلی چې کچه یې ۸۴ ملي متره ثبت شوې ده.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې د طبیعي پېښو پر مهال د مرستو اداره (پي ډي ایم اي) مسوولین وايي، په شاه ګرام، مدین، ترات او د سوات په نورو غرنیو سیمو کې د توپان او باران له کبله د مرګژوبلې تر څنګ مالي زیانونه اوښتي دي.

د دغې ادارې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، تر اوسه پورې په صوبه کې د بارانونو وروسته د سېلابونو او ځمکښوېدنې له کبله ۱۶ کسان وژل شوي دي.

په بر کوهستان کې اته، سوات کې شپږ او شانګله کې دوه کسان د بارانونو له کبله وژل شوي او د چارواکو په وینا نژدې ۴۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د صوبې حکومت په دې پېښو کې د هر وژل شوي کس له کورنۍ سره د پنځه سوه زره او ټپي شوي کس سره د ۱۰۰ زره روپیو مرستې اعلان کړی دی.