"پاکستاني طالبان او پوځ دایمي اوربند ته نژدې شوي؛ د بندیانو پر خوشي کولو هوکړه شوې"

د عکس سرچینه، Getty Images
باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي، پاکستاني طالبان او د دې هېواد پوځ استازي په افغانستان کې د روانو خپلمنځي خبرو پایله کې دایمي اوربند ته نژدې شوي دي، خو دواړو لوریو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مذاکراتو یوې باخبره سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د افغان طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم دواړو خواو سره لیدلي او اوربند ته یې هڅولي دي.
بله خوا پاکستانيو رسنیو هم راپورونه ورکړي چې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د ډزبندۍ موده غځېدلې، خو خپله پاکستاني چارواکو لاهم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني بي بي سي ته د ډزبندۍ د غځېدو خبرونه ناسم بللي دي. وړاندې دواړو لوریو د مې تر دېرشمې پورې د ډزبندۍ بیانونه ورکړي وو.
یاده دې وي چې پاکستاني طالبانو څو ورځې وړاندې د خپلو غوښتنو یو لېست د پاکستان پوځ استازو ته سپارلی و.
اوس رپوټونه وایي، د پاکستان پوځ د دې غوښتنو له ډلې د پاکستاني طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشي کولو شرط منلی دی، خو پر نورو غوښتنو مذاکرات دوام لري.
د یادولو ده چې د روان کال له فبرورۍ راهیسې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو او د پاکستاني پوځ استازو ترمنځ مذاکرات روان دي.
افغان طالبانو دوه اوونۍ وړاندې منلې وه چې د 'حسن نیت ' له مخې د دواړو خواو ترمنځ د روانو خبرو کوربتوب کوي.
د پاکستاني طالبانو غوښتنې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې غوښتنو کې د (ټي ټي پي) پر مشرانو د ټولو بندیزونو ختمولو، پخوانیو قبایلي سیمو ته د پاکستاني طالبانو له خپلو وسلو سره ورستنېدل، د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل او له پخوانیو قبایلي سیمو د پاکستاني پوځیانو وتل شامل دي.
ټي ټي پي همدا راز غوښتنه کړې ده چې د پاکستان د اساسي قانون هغه مادې چې له شریعت سره په ټکر کې دي، هغه پر دې ډلې نه پلې کېږي.
دوی په همدا راز په ملاکنډ ډوېژن کې د 'عدل نظام' د پلي کولو غوښتنه کړې، خو څرګنده نه ده چې له دې نظامه د ټي تي پي هدف څه دی.
په غوښتنو کې دا هم راغلي چې له خيبر پښتونخوا صوبې سره د پخوانیو قبایلي سیمو یا اېجنسیو یو ځای کېدل یا انظمام به لغوه کېږي.
خو باوري سرچینو بي بي سي ته ویلي، دا لېست یو اړخیز دی او مالومه نه ده چې د پاکستان پوځ یې په بدل کې له (تي تي پي) څه غوښتي.
سرچینې وایي، سره له دې چې لا کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو خبرې دوام لري او پرمختګ پکې شوی دی.
د یادونې ده چې د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ډلې د دې خبرو د بریا لپاره دوه اړخیز اوربند هم اعلان کړی چې دا مهال لا پر ځای دی.






