تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر: مسوولین دې 'سملاسي' د ټاکنو اعلان وکړي
د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ''د پاکستان له مسوولینو '' غوښتي چې ''که له روژې میاشتې وروسته نه کېږي، نو له حج وروسته باید سملاسي ټولټاکنې وشي، چې ولس پرېکړه وکړي. ''نوموړي راولپنډۍ کې د وینا پر مهال وویل، پاکستان خورا ډېر سیمه ییز اهمیت لري او باید پاکستانیان داسې کسان وټاکي چې ''وجدان پلورونکي نه وي. ''
نوموړي د پاکستان پارلمان کې د لومړي وزیر عمران خان خلاف د بې باورۍ رایې په هکله وویل، ''ټول اوس د هغه خلاف دي، خو زه یې د غره غوندې تر څنګ ولاړ یم. ''
نوموړی زیاتوي که د یکشنبې پر ورځ د بې باورۍ تحریک کامیاب هم شي، دی ''ماتې نه مني ''
د نوموړي په وینا: ''که د کوڅې او څلورلارې سیاست کېږي، نو لوی، واړه ټول د عمران خان تر څنګ ولاړ دي. ''
د یادونې ده چې پاکستان کې د اپوزېسیون ګوندونو لخوا د لومړي وزیر عمران خان خلاف د 'نه باور رایې' د پیل شوي بهیر لړ کې د دغه هېواد قامي اسمبلۍ کې (پرون پنجشنبې ته) پلان شوې غونډه یو ځل بیا یکشنبې ته وځنډېده.
د پاکستان قامي اسمبلۍ د رئیس مرستیال پارلمان غونډې ته وویل (نن) د اسمبلۍ ماحول پوښتنو او بحثونو ته مناسب نه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پارلمان کې د اپوزېسیون ګوندنو غړیو په پرلپسې توګه د رایې اچونې د پیلېدو غوښتنه کوله.
دا شونتیا ډېره ده چې د قامي اسمبلې د یکشنبې ورځې غونډه کې په دې تړاو رای اچول پیل شي، ځکه پر دې ورځ رای اچونې ته ټاکلی وخت پای ته رسېږي.
د اپوزېسیون ګوندونو استازي د غونډې د ځنډېډو له علان وروسته هم پر خپلو څوکیو ناست وو او د عمران خان خلاف یې شعارونه ورکول.
بلخوا د اپوزېسیون یوه مشر شهباز شریف د قامي اسمبلۍ د پرونۍ غونډې د ځنډېدو له اعلان وروسته ویلي: "اپوزېسیون وګټله - اوس لومړی وزیر او د اسمبلۍ رئیس د معاملې په ځنډولو سره قانون تر پښو لاندې کوي."
هغه دا خبرې رسنیو ته کړې.
عمران خان: تر پایه مقابله کوم
د پاکستان لومړي وزیر قامي اسمبلې د غونډې تر ځنډېدو وروسته ولس ته وینا وکړه.
هغه وویل د یکشنبې پر ورځ به رایه واچول شي او د هېواد برخلیک به مالوم شي.
عمران خان خپله وینا کې د اپوزېسیون ګوندونو ته په خطاب کې وویل:
"له ۳۰ کلونو خو تاسې بدلېږئ رابدلېږئ. درې نیمو کلونو کې داسې څه خراب شول؟"
نوموړي وویل چې د استعفا غوښتنه ترې کېږي، خو دی "تر وروستي توپه لوبېږي" او ګواکې په ژوند کې یې هېڅکله "ماته نه ده منلې."
د یادونې ده چې د دغو خبرو پر مهال د عمران خان له خولې د هغه ګواښونکي لیک په تړاو د امریکا نوم ووت، چې نوموړي یې څو میاشتې مخکې یادونه کړې وه.
هغه لومړی د امریکا نوم واخیست، خو وروسته یې هڅه وکړه چې خپله خبره د "یوه بهرني هېواد" په یادولو سره بېرته سمه کړي.
نوموړي وویل له لیک ښکاري چې دغه هېواد ته له وړاندې مالومه وه چې زما خلاف د نه باور رایې لړۍ پیلېږي.
د اپوزېسیون ګوندونه وايي عمران خان یې مات کړی، خو نوموړی خپله ماته نه مني.
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلال بوټو ویلي "دا چې عمران خان خپله ماته نه مني، دا په دې معنا نه ده چې نوموړی نه دی مات شوی. هغه مات شوی او حکومت یې ختم دی."
د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف ویلي: "رئیس واک لري چې په کومه ورځ رایه واچول شي، خو تاسې وکتل د رئیس مرستیال چې کله ولیدل ټول رای اچونه غواړي، نو پاڅېد او دننه یې منډه کړه. ما له منشي وپوښتل چې څه وشول، هغه راته کړل چې موږ رئیس ته ویلي وو، خو دا یې خپله خوښه ده."
هغه دا کار په قانون ملنډې ګڼلي دي.
د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو دې خبري ناسته کې وویل: "د اپوزېسیون اېتلاف ۱۷۵ کسان سمبلۍ ته حاضر کړل او دا یې وښوده چې لومړي وزیر ته بله لار نه ده ورپاتې. نن دې رئیس وکاراوه، خو تر کله به تښتې؟"