ملاله یوسفزۍ: بختوره یم چې مېړه مې زما په ارزښتونو پوهېږي

Malala Yousafzai on the Andrew Marr show

نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، ځان ځکه "بختوره" بولي چې داسې سړي سره یې نکاح کړې، چې د دې په ارزښتونو پوهېږي.

نوموړې له عصر ملک سره خپله نکاح اعلان کړه، خو له بي بي سي سره د واده په تړاو پر هغو ''اندېښنو '' غږېدلې چې مخکې یې له برټش ووګ مجلې سره مرکه کې څرګندې کړې وې.

د بي بي سي اندریو مار خپرونه کې د ښځو او نجونو حقونو ۲۴ کلنې فعالې ملالې یوسفزۍ وویل، د واده په تړاو یې د نړۍ ډېرو هغو نجونو په هکله اندېښنې پر ځای وې، "چې د ماشومتوب واده او طلاقونو... او واک ناسم وېش یې ژوند سخت کړی".

ملالې يوسفزۍ تېره اوونۍ یوه ټویټر پیغام کې وویل، د بريتانيا برمنګم ښار کې په خپل کور کې يې د نکاح مراسم ترسره کړي او له خلکو يې د راتلونکي ژوندانه په اړه د دعاګانو غوښتنه وکړه.

د نوموړي د مېړه عصر ملک په اړه ويل کېږی چې د پاکستان لاهور ښار کې يې لوړې زدکړې کړې دي، او پاکستان کرېکټ بورډ 'پي سي بي ' کې د عالي فعالیت برخې عمومي مشر دی.

ملالې يوسفزۍ له افغان طالبانو وغوښتل کې چې سملاسي نجونو ته د بشړو زدکړو اجازه ورکړي او پر نړيوالو مشرانو يې غږ وکړ چې په افغانستان کې د نجونو حقونه خوندي کړي.

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۲ کال کې د خیبر پښتونخوا په سوات کې له یوه برید وروسته د درملنې لپاره بریتانیا ته ولېږدول شوه او له هغه راهیسې دې هېواد کې له کورنۍ سره مېشت ده.

نوموړې په ۲۰۱۴ کال کې د نجونو د تعلیم لپاره د خپلو هلو ځلو له کبله د سولې د نوبل جایزې تر ټولو کم عمره ګټونکې شوه.