ملالې يوسفزۍ نکاح وکړه

ملاله

د عکس سرچینه، MALALA TWITTER

د نوبل جايزې ګټونکې او د نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزي پر خپلې ټوټېر پاڼې د خپلې نکاح اعلان کړی دی.

نوموړې ليکلي، "نن (سې شنبه) زما په ژوند کې تر ټولو مهمه ورځ ده. ما او عصر د خپلو کورنيو پر وړاندې نکاح وکړه" .

ملاله يوسفزۍ وايي، د بريتانيا برمېنګم ښار کې په خپل کور کې يې د نکاح مراسم ترسره کړي او له خلکو يې د راتلونکي ژوندانه په اړه د دعاګانو غوښتنه کړې ده.

د نوموړي د مېړه عصر ملک په اړه ويل کېږی چې د پاکستان لاهور ښار کې يې لوړې زدکړې کړې دي او د پاکستان کرېکټ بورډ کې دنده لري.

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي د خپلې لور ټویټ بیا خپور کړی او لیکلي يې دي چې دی او مېرمن یې تورپیکۍ په دې خپلوۍ ډېر خوشاله دي او دا خوشالي په تکو نه شي بیانولی.

ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۲ کال کې له پاکستان تر وتلو وروسته د بريتانيا په برمېګنم ښار کې له خپلې کورنۍ سره مېشته ده.

نوموړې په ۲۰۲۰ کال کې د بريتانيا له مشهور اکسفورډ پوهنتونه فارغه شوه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ياده دې وي چې په ۲۰۱۲ کال کې پاکستاني طالبانو د پښتنونخوا سوات سيمه کې پر ملالۍ يوسفزۍ بريد کړی و او د توپانچه په ډز يې په سر ويشتلې وه.

نوموړې په هغه بريد کې سخته ټپي شوه او بیا د درملنې لپاره بريتانيا ته ولېږدول شوه.

ملاله يوسفزۍ له کوچينوالي د نجونو د زدکړو لپاره مبارزه کوله او په دې اړه يې بي بي سي ته ډايري هم ليکله.

نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د نجونو زدکړو برخه کې د هلو څلو له امله د سولې نوبل جايزه هم ورکړل شوه او په دې توګه نوموړې د دې جايزې تر ټولو کم عمره ګټونکې شوه.