ملالې یوسفزۍ د اکسفورډ پوهنتون ازموینه بشپړه کړه

د عکس سرچینه، @MALALA
د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون له وروستۍ ازموینې ورکولو وروسته (مننه کړې او خوښي یې څرګنده کړې. ۲۲ کلنه ملالې چې په سوات کې د وسله والو طالبانو له یوه خونړي بریده روغه وتلې، سیاست، اقتصاد او فلسفې برخو کې زده کړې وکړې.
نوموړې په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، ''نه پوهېږم مخکې به څه پېښ شي، خو د اوس لپاره به نېټفلیکس، مطالعه او خوب وي. '' پر ملاله یوسفزۍ د نجونو لپاره د ښوونځیو حق غوښتو له کبله برید شوی و.
نوموړې د سخت دریځو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې د ژوند په هکله په مستعار نامه یاداشتونه لیکل او ښوونځي ته روانه وه، چې ډزې پرې وشوې او پر سر، غاړه او ولي یې مرمۍ ولګېدې.
وروسته نوموړې له کورنۍ سره د درملنې لپاره بریتانیا ته لاړه او په برمنګهم ښار کې مېشت شول.

ملالې یوسفزۍ په خپل پیغام کې ویلي، ''په اکسفورډ کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد برخه کې د زده کړو له بشپړولو وروسته د خوښۍ او مننې څرګندولو لپاره ټکي موندل راته ګران دي. نه پوهېږم وروسته به څه کېږي، خو د اوس لپاره به نېټفلیکس، مطالعه او خوب وي. ''
۲۰۱۴ کال کې ملاله ۱۷ کلنه وه، چې د نوبل جایزه یې تر لاسه کړه او په نړۍ کې د دغې جایزې تر ټولو کم عمره ترلاسه کوونکې شوه.
اغلې یوسفزۍ په ورته مهال دوه تصویرونه هم خپاره کړي، چې په یوه کې له کورنۍ سره د خوښي لمانځلو په حال کې لیدل کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په یوه بل تصویر کې بیا ملاله په پوهنتون کې د (ټرشنګ) مراسمو لمانځلو په حال کې لیدل کېږي. دې دودیزو مراسمو کې د پوهنتون محصلین له ازموینې ورکولو وروسته پر یوه بل کاغذي ګلونه او خواړه شیندي








