تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وزیرستان: پاکستاني طالبانو تحریک د 'مجاهدین شورا' ډلې ۲۰ ورځنی اوربند رد کړی
په شمالي وزیرستان کې له پاکستاني طالبانو یوې ګوښې شوې ډلې 'مجاهدین شورا ' د اکتوبر له لومړۍ نېټې د ۲۰ ورځو لپاره له حکومت سره اوربند اعلان کړی دی.
د دې ډلې د اوربند له اعلان سره هممهاله تحریک طالبان پاکستان په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د اوربند اعلان نه دی کړی او په وینا یې ''د مذاکراتو په هکله زموږ پالیسي څرګنده ده. ''
د بي بي سي خبریال عزیزالله خان د ځايي سرچینو له قوله وايي، چې د خبرو کامیابېدو په صورت کې د اوربند موده غځول کېدای شي.
د پاکستاني طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دوی پالیسي ''ټولیزه ده او هېڅوک ترې سر غړوونه نه شي کولای. ''
مجاهدین شورا په شمالي وزیرستان کې د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د وسله والو فعاله ډله ده، چې د رپوټونو له مخې پر پاکستاني پوځيانو د بریدونو موضوع پر سر د اختلاف له کبله له تحریک طالبان پاکستان جلا شوې ده.
د یادونې ده چې حافظ ګل بهادر ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني طالبانو تحریک د مشر مرستیال ګومارل شوی و، خو په ۲۰۱۴ کال کې بیا شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ له عملیاتو وروسته دغه ډلې وسله وال فعالیت پرېښی و.
له دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شاه محمود قریشي له بریتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي و، که پاکستاني طالبان له تاوتریخوالي لاس پر سر شي او وسله پر ځمکه کېږدي، حکومت کولای شي بخښنه ورته اعلان کړي.
خو د نوموړي دې څرګندونو ته په ځواب کې پاکستاني طالبانو ویلي و ''بخښنه د تېروتنې له کبله غوښتل کېږي او موږ له دښمنه هېڅکله بخښنه نه ده غوښتې. ''
رپوټونو کې ویل شوي چې له شورا مجاهدین ډلې سره د ځايي مخورو له لارې له یوې میاشتې راهیسې خبرې روانې وې او له ځینې نورو وسله والو ډلو سره هم خبرې کېږي، خو د پاکستان حکومت له لوري په رسمي ډول له وسله والې ډلې سره د خبرو په تړاو یا د تازه اوربند په هلکه رسماً څه نه دي ویل شوي.
د یادونې ده چې له دې مخکې د پاکستان لومړی وزير عمران خان ویلي، چې حکومت يې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) له ځينو ډلو سره په خبرو بوخت دی او د ده په وينا که وسلې پر ځمکه کېږدي، نو بښنه ورته کېدای شي.
د ترکيې له خبري رسنۍ ټي ار ټي سره په يوه مرکه کې عمران خان وويل چې دغه خبرې په افغانستان کې د افغان طالبانو په همکارۍ روانې دي خو نوموړي د خبرو د بريا په اړه څه و نه ويل.