تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ایوب اپرېدي کلا چې د مجاهدینو مرکز او د سي ای اې د مشرانو مېلمستون پاتې شوی
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, خبریال
د خیبرپښتونخوا د خیبر ضلح د تاریخي ښار لنډي کوتل له بازار څو کیلومتره ورهاخوا افغانستان ته پر غځېدلې لویه لاره یوه ستره کلا پرته ده.
د حاجي ایوب اپریدي په نوم دا کلا ۱۹۸۰یمه لسیزه کې پر نږدې ۲۵۰ جریبه ځمکه اباده شوې.
دا هغه وخت و چې پخواني شوروي اتحاد افغانستان اشغال کړی و او افغانانو یې پر وړاندې جګړه کوله.
دا کلا ایوب اپریدي جوړه کړې او لمسی یې انجنیر شاید خان اپریدی وايي د جوړولو لپاره یې نږدې څلور کاله شپه او ورځ تر ۴۰۰ ډېرو مزدورانو کار کاوه.
ان اتیایمه لسیزه کې د دې کلا د حجرې لپاره له بهره اتوماتې دروازې، د سرو زور لوښي، د تشنابونو لپاره سامان او فرنیچر راغوښتل شوي وو.
حاجي ایوب خان اپریدی څوک و؟
حاجي ایوب خان اپریدی چې د هند پر نیمه وچه د انګریزانو د واکمنۍ پر مهال لنډي کوتل کې زېږېدلی و، په ۲۰۰۹ کال د زړه د درېدو له کبله مړ شو.
هغه که څه هم نالوستی خو نږدې ملګري یې وايي خورا ځیرک او د کاروباري ذهن خاوند و.
پلرنی ټاټوبی یې لنډی کوتل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راکړې ورکړې تر ټولو ستره لار ده او حاجي ایوب اپریدي هم ترې ښه ګټه اخیستې ده.
ایوب خان اپریدي هم د لنډي کوتل د ګڼو نورو اوسېدونکو په څېر کاروبار له ترانسپورته پیل کړی و. هغه به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز مالونه وړل راوړل.
هغه نږدې ټول افغانستان کې بلد و او د دغه هېواد ټولو ښارونو کې یې له سوداګرو او کاروباري خلکو سره راشه - درشه درلوده.
له افغانستانه پاکستان ته ډېرو تلوونکي سوداګر به له هغه سره میلمانه کېدل.
ویل کېږي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد تر برید وروسته د خیبر درې په ګډون د پښتونخوا قبایلي سیمې د افغان کډوالو د سرپناه لومړنۍ سیمې وې.
امریکا، اروپا او پاکستان به له هغو خلکو سره مرسته کوله چې افغانستان کې یې د شوروي اتحاد پر خلاف جنګېدونکو مجاهدینو ته ځای ورکاوه.
د حاجي ایوب نږدې ملګري وايي هغه لا له وړاندې افغانستان کې له ګنو خلکو سره اړیکې پاللې او دا چې ترانسپورتي کاروبار یې کاوه نو له دې لارې یې د شوروي لښکرو خلاف مجاهدینو سره مرسته کوله.
هغه د دغه کار بدل کې د امریکا او پاکستان د استخباراتي ادارو ملاتړ خپل کړی و.
ویل کېږي حاجي ایوب اپریدی هغه مهال افغانستان کې مجاهدینو ته د وسلو او نورو اړتیا وړ توکو رسولو کې تر ټولو مهم رول درلود او لنډي کوتل کې د نوموړي دا ستره کلا د افغان مجاهدینو پر مېلمستون اوښتی و.
فوربز مجلې په خپل یوه رپوټ کې ادعا کړې چې حاجي ایوب له دې لارې او خپلو اړیکو په ګټه اخیستو سره قبایلي سیمو کې د نشه يي توکو فابریکې جوړې کړې وې او له دې لارې یې خورا ډېرې پیسې ترلاسه کړې.
هغه تورن دی چې پر دې سربېره یې د وسلو، سرو زرو او 'تورو ډالرو' کاروبار هم کاوه.
خو نوموړی هېڅکله د نشه يي توکو، سرو زرو او وسلو د قاچاق او همدا راز د جعلي ډالرو د چاپولو له کبله نه و محاکمه شوی.
له افغانستانه د شوروي اتحاد تر وتلو او د جمهوریتونو تر پاشل کېدو وروسته یې له دې سیمې سره د امریکا او نړیوالو لیوالتیا ختمه شوه.
په ۸۰یمه او ۹۰یمه لسیزه کې نړیوالو رسنیو کې د نشه يي توکو د قاچان په تړاو ځینې اطلاعات خپاره شول.
لوېدیزو رسنیو کرار کرار حاجي ایوب اپریدی کولمبیا کې د نشه يي توکو د نړیوالې مافیا له مشر پابلو ایسکوبار سره پرتله کاوه.
دوی به هغه د نشه يي توکو د قاچاق داسې بې تاجه پاچا ګاڼه چې د کار پر وړاندې یې هېڅ ډول خنډ نه و.
هغه د ۱۹۹۰ کال ټولټاکنو کې د مسلم لیګ ګوند په استازولي او د اسلامي جمهوري اتحاد له ټکټه په پریکنده اکثریت رایو د قامي اسمبلۍ غړی وټاکل شو.
د پاکستان پارلمان نوموړي ته غوره خدماتو له کبله خصوصي مننلیک هم ورکړی و.
په ۱۹۹۴ کال بلجیم کې د نشه يي توکو یوه ډېره ستره ټولګه ونیول شوه چې ارزښت یې هغه مهال میلیاردونو ډالرو ته رسېده.
دغو نشه يي توکو ټولو نړۍ هېښه کړه. د نشه يي توکو د دې ټولګې په اړه ویل کېدل چې د بلجیم له لارې اروپا او امریکا ته قاچاقېدل.
دغو نشه يي توکو ته له حاجي ایوب خان سره تړاو ورکړ شو.
تر دې وروسته د نوموړي نوم کرار کرار په ملي او نړیواله کچه د ژبو پر سر شو.
د امریکا لخوا د حاجي ایوب ډراماتیک نیول کېدل
د حاجي ایوب خان اپریدي د دوسیې یو پخوانی افسر وايي څرنګه چې افغانستان کې حالات بدل شول نو امریکا نور نوموړي ته اړتیا نه درلوه.
بلجیم کې د نشه يي توکو پر نیول شوې ټولګې سربېره امریکا ته قاچاق شویو نشه یې توکو ته هم کرار کرار له نوموړي سره تړاو ورکول کېده.
امریکا او اروپا تر دې وروسته د پاکستان پر حکومت فشار راوړ چې د ایوب اپریدي خلاف لاس په کار شي. متحدو ایالتونو د نوموړي نوم د مطلوبو کسانو لیست کې شامل کړ.
د هغه یوه نږدې ملګری وايي څرنګه چې دغه وخت پاکستان کې د نواز شریف حکومت پای ته رسېدلی او د پیپلز ګوند واک ته رسېدلی و، نو پر حاجي ایوب خان هم د څېړونکو ادارو لخوا فشار له ورځ بلې ته ډېرېده.
نوموړی زیاتوي چې ایوب خان اپريدي په دې وخت کې د پاکستان دننه او په نړیواله کچه له خلکو سره اړیکې ونیوې او دا ورته مالومه شوه چې امریکا یې د نیولو پریکړه کړې - که ژر ځان تسلیم نه کړي نو ستونزې ورته نورې هم ډېرېدای شي.
د ایوب خان اپریدي ملګري وايي هغه تر دې وروسته په ډراماتیک ډول کابل ته ولاړ او هلته یې ځان امریکايي چارواکو ته وسپاره.
ویل کېږي د نوموړي دغه کار پخپله امریکايي چارواکي هم حیران کړي وو.
اسوشیټېډ پرېس په یوه رپوټ کې د امریکايي چارواکو په حواله لیکلي دوی باور نه کاوه چې نوموړی به دا وړ ګام واخلي.
په رپوټ کې راغلي: "هغه غوښتل خپله بې ګناهي ثابته کړي."
له امریکا خلاصون او پاکستان کې نیول کېدل
حاجي ایوب خان اپریدی له ۱۹۹۵ تر ۱۹۹۹ کال پورې امریکا کې بندي و.
هغه په دې موده کې د خپلو امریکايي مرستندویه ملګرو په وسیله له امریکايي چارواکو سره خبرې اترې جارې ساتلې وې. نوموړی بالاخره په ۱۹۹۹ کال د پنځوس زره امریکايي ډالره جرمانې له پرې کولو وروسته خوشې شو.
ایشین ټایمز په یوه رپوټ کې لیکلي چې نوموړی څنګه د ۱۹۹۹ کال د اګست پر ۲۵مه له امریکا پاکستان ته راوګرځېد، د نشه يي توکو ضد ځواکونو د کراچۍ هوايي ډګر کې ونیو.
پاکستان کې هغه مهال بیا د نواز شریف د مسلم لیګ ګوند حکومت واکمن و.
د رپوټونو له مخې حاجي ایوب اپریدی هغه مهال د دې لپاره ژر بېرته خوشې شو، چې یو کس دوه ځله یوه تور له کبله نشي محاکمه کېدلی.
خو د نواز شریف حکومت ډېر دوام ونکړ او د پاکستان عدلي او قضايي ادارو کې د حاجي ایوب اپریدي دوسیې بیا رابرسېره شوې.
د رپوټونو له مخې هغه که څه هم په ۲۰۰۱ کال له زندان خوشې شو، خو لنډي کوتل کې له همدې مشهورې کلا پرته پاکستان کې د نوموړي نور ټول جایدادونه او شتمني ضبط شوه.
د کورنیو او بهرنیو لپاره جلا مېلمستون
کله چې لنډي کوتل کې د حاجي ایوب اپریدي د دې کلا لېدو ته ورغلو نو ومو لیدل چې ګڼ نور کسان هم د دې ماڼۍ لېدو ته راغلي دي.
د حاجي ایوب اپریدي لمسي شاید اپریدي راته وویل چې هره ورځ ګڼ کسان د دې کلا لېدو ته ورځي.
نوموړي وویل: "هڅه مو دا وي چې میلمانه رانه خپه نه شي، خو موږ هم ځینې مجبوریتونه لرو. موږ خپل کاروبار او دندې لرو او د دومره میلمنو سمبالول راته ستونزمن وي. کله یو او کله نه یو."
هغه وايي چې کله یې نیکه ژوندی و، نو حجره کې یې څو خدمتګارانو کار کاوه.
هغه مهال به دلته هره شپه سلګونه میلمانه راتلل او ټولو ته په خوړو او څښاک سربېره د شپې ځای برابرېده.
د حاجي ایوب یو نږدې ملګری وايي د هغه په ژوند به دلته بهرنیو میلمنو لپاره جوړ شوي تالار ته ګڼ بهرني میلمانه هم راتلل چې د امریکا جګپوړي چارواکي او غالبآ د سي ای اې جپګوړي مشران هم پکې شامل وو.
د هغه په وینا: "د حجرې مرکزي تالار کې څو ځله د سي ای اې چارواکو له حاجي صیب سره ډوډۍ خوړلې ده."
د نوموړي په وینا له هغه سره به د ګلبدین حکمتیار، برهان الدین رباني، استاد سیاف، قاضي حسین احمد، نواز شریف په څېر خلک هم میلمانه کېدل.
هغه مهال به د افغان مجاهدینو مشران، د امریکا او پاکستان چارواکي چې افغانستان ته د تګ راتګ پر مهال دغه کور کې پاتې کېدل.
انجنیر شاید اپریدی وايي د مالیزیا سفیر هم چې یو شمېر جګپوړي چارواکو یې ملتیا کوله، په دې وروستیو کې د سیمې د سفر پر مهال د دوی حجرې ته ورغلی و.
د حاجي ایوب اپریدي په کلا کې څه دي؟
د حاجي ایوب خان اپريدي د یوه لمسي مظهر خان اپریدي په وینا اوس په دې کلا کې د حاجي ایوب زامن او لمسي اوسي.
خو حجره یې لا هم هغسې پرېښي چې حاجي ایوب جوړه کړې وه.
دا حجره پر دوو برخو ویشل شوې چې یوه برخه ځايي میلمنو او بله بهرنیو میلمنو ته ځانګړې شوې.
مظهر خان اپرېدي د حجرې په دواړو برخو کې ګرځولو پر مهال راته وویل چې د دې ځای ټول لوازم، لوښي، فرنیچر او د دیوالونو لپاره لرګي له بهره راغوښتل شوي دي.
هغه وویل: "له سرو زور جوړ لوښي له جرمني راوړل شوي دي. په دغه خوړنځي کې له بهره د راغلو میلمنو کوربتوب کېږي."
دلته په ۸۰یمه لسیزه کې اتوماتیکې دروازې لګول شوې وې، چې ځینې یې اوس له کاره لویدلې. مرکزي حجره کې د شپې لپاره خونې هم شته چې بهرني میلمانه پکې شپې تیرولی شي.
په مجموعي ډول دې حجره کې په یوه وخت لسګونو کسانو ته ځای برابر شوی دی.
دې حجره سره د لمبا حوض هم جوړ شوی و چې اوس تش دی. لنډي کوتل کې د اوبو کمښت له پخوا لویه ستونزه وه.
حاجي ایوب اپریدي د دې ستونز د حل لپاره دلته دوه څاګانې کېندلې وې او د برېښنا د اړتیا پوره کولو لپاره یې یو پیاوړی جنراتور لګولی و.
اوس د دغه جنراتور ځای شمسیو نیولی چې په مرسته یې د شاوخوا بڼ هم خړوبېږي.
دغه بڼ ته له بهره هم ګڼ نیالګي راوړل شوي چې اوس رسېدلي دي.
حاجي ایوب اپریدي د دغو بڼونو په یوه لوړ ځای کې هم د ناستې لپاره ځای برابر کړی و، چې عمومآ به یې د لمر پریوتلو پر مهال پکې قدم واهه او له لږې ناستې وروسته به بېرته حجرې ته راته.
د دې سترې کلا د ټولو برخو لیدو لپاره ښايي یوه ورځ کمه وي.
"موږ دومره بد هم نه یو"
انجنیر شاید خان اپریدی وايي چې د حاجي اویوب تر مړینې وروسته له ځینو ستونزو سره لا ګریوان شوي وو.
د نوموړي په وینا "موږ دا کلا په بشپړ ډول تړلې وه. موږ ته د دې کلا چارې او سمبالښت ګران و. حکومت د حاجي صیب جایدادونه او شتمنۍ ضبط کړې وې چې د ډېرو دوسیې اوس هم په عدالتونو کې پر مخ وړل کېږي."
نوموړی ادعا کوي چې پر نیکه کې له امریکا نیولې تر پاکستانه یو ځای هم لګول شوي تورونه ثابت نه شول.
هغه په داسې حال کې د جایدادونو ضبطېدل له انصاف لرې بولي.
مظهر خان اپریدی وايي نیکه یې حاجي ایوب خان اپریدی د سیاسي اختلافاتو ښکار شوی چې دوی یې اوس هم له زیانونو نه خلاصېږي.
هغه وايي: "زه دومره وایم چې څرنګه ویل شوي هغسې نه دي. موږ رښتیا دومره بد خلک هم نه یو چې څرنګه معرفي شوي یو."