تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسامه موندلو کې د امریکا "مرستندوی" اپریدي له حال خبر یاست؟
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي پېښور
د القاعده د پخواني مشر او بنسټګر موندلو کې د امریکا مرستندوی پاکستاني ډاکټر شکیل اپریدي د خپل ۲۳ کلن بند نهه کلونه تېر کړل.
شکېل اپریدی د ۲۰۱۱ کال مۍ کې د پاکستان ایبټ اباد کې د امریکا له عملیاتو وروسته ونیول شو، خو دا سزا نوموړي ته له امریکا سره د مرستې په وجه نه بلکې له یوې توندلارې ډلې سره د اړیکو په تور ور کړل شوې ده.
شکیل اپریدي د خپل بند لومړنۍ دوره د پېښور مرکزي جېل او د راولپنډۍ اډیاله جېل کې تېره کړه او اوس د پنجاب په ساهیوال ښار کې بندي دي، چې د هېواد ډېر خطرناک بندیان پکې ساتل کېږي.
د شکیل اپریدي مشر ورور جمیل اپریدی څو ورځې مخکې د هغه لیدلو ته تللی و او بي بي سي ته یې وویل، د کورونا وبا له امله یې نږدې پنځه میاشتې وروسته شکیل ولید.
دی د شکیل روغتیا ته اندېښمن دی او وايي، په بند کې ډېر کمزوری شوی او طبیعت یې ټيک نه دی:
"هغه مې وپوښت جېل کې څه کوي، ویل یې هیڅ نه کوم، کوم پنسل او کاغذ هم ور سره نه و، چې څه ولیکي. د کتاب لوستلو اجازت هم نه لري او کله چې ساهیوال جېل ته لاړ دیني کتابونه لکه قرآن او نور ترې واخیستل شول".
وروڼو څه سره وویل؟
جمیل اپریدی وايي، شکیل اپریدی د خپلې دوسیې په هکله پرېشان او فکرمن ښکاري.
د هغه په خبره، د شکیل ګیله دا ده چې د پېښور ستره محکمه کې یې د دوسیې څېړل یې بیا بیا ځنډول شوي او پرمختګ پکې نشته او له هغه سره دا پوښتنه هم ده چې وکیلانو یې څه ورته وکړل.
جمیل وايي، ورور یې د چارواکو له چلن هم ډېر خپه دی او دا وايي: "انصاف غواړي. محکمې څه کوي".
خو زیاتوي: "شکیل وايي، له حکومت مایوس دی خو له خدای ناهیلی نه دی او ضرور به انصاف ور سره وشي. "
د شکیل وکیلان څه وايي؟
د شکیل اپریدي دوسیه د جون پر ۳۰ اورېدل کېده، خو په هغه ورځ لوی قاضي احمد سیټي رخصت و، ځکه وځنډول شوه.
د شکیل اپریدي وکیل لطیف اپریدي بي بي سي ته وویل، د دوسیې د راتلونکي اورېدو نېټه نه ده ټاکل شوې.
نوموړی وايي، د جون پر ۳۰ د دوسیې له اورېدو مخکې یې هم لوی قاضي ته ټول حقیقت ویلی او هم یې په دې پوه کړی چې دا دوسیه ځنډول کېږي.
دی هیله من دی چې د دوسیې راتلونکي اورېدو کې به پرمختګ وشي او د حقایقو او دلایلو له مخې به د شکیل په حق کې پرېکړه وشي.
لطیف اپریدی وايي، د شکیل خلاف جرم ثابت شوی نه دی، خو جېل کې یې ډېر وخت تېر شو او ساهیول بند ته لېږل یې هم ناسم او بې قانونه و.
شکیل څنګه ونیول شو؟
ډاکټر شکیل اپریدی پر ۲۰۱۱ کال د پېښور کارخانو مارکېټ کې په دې تور ونیول شو چې امریکا ته یې جاسوسي سره ایبټ اباد کې د اسامه خلاف د امریکا عملیاتو کې مرسته کړې ده.
له دې تور سره سره نوموړي ته د بند سزا له توندلارې ډلې سره د اړیکو په تور ور کړل شوې ده.
د خیبر ایجنسۍ د هغه وخت مشر چارواکي په محکمه کې نوموړی په دریو دوسیو کې پر ۲۳ کاله بند محکوم کړ.
له پښتونخوا سره د خیبر تر یوځایېدو مخکې شکیل ته د اورول شوې سزا خلاف استناف قبایلي محکمه کې کېده، خو اول ځل د غړو کمښت له امله محاکمه ونه شوه او وروسته د ریکارډ غوښتلو او نه تیاري له امله دوسیه وانه ورېدل شوه.
له پښتونخوا سره د خیبر تر یو ځایېدو وروسته د پېښور ستره محکمه کې د شکیل د دوسیې اورېدل څو ځلې ځنډول شوي دي او پېښور کې تر څو کلونو جېل وروسته د امنیتي اندېښنو له امله اول ایډیاله جېل او بیا ساهیوال ته ولېږدول شو.