وزیرستان کې له سعودي عرب مخکې د اختر اعلان، پولیسو د اعلان کوونکو خلاف قضیه ثبت کړې

د عکس سرچینه، MOHSIN DAWAR
د شمالي وزیرستان په ځینې سیمو کې نن چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ لمانځل کېږي. تېر ماښام د شمالي وزیرستان حیدر خېل سیمه کې یو شمېر کسانو د میاشتې د لیدو شاهدي ورکړه، چې ورسره چهارشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان شوه.
په هغو سیمو کې چې د اختر لمونځ شوی د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه په ګډون د کم سروبي، میرعلي، غلام خان، سیدګی، منظر خېل، بویه لنډ او سیداباد سیمې هم شاملې دي.
بل لور ته د بي بي سي خبریال بلال احمد وايي، ځايي پولیسو د مفتي رفیع الله په ګډون د چهارشنبې پر ورځ د اختر اعلان کوونکو او میاشتې لیدو شاهدانو خلاف قضیه ثبت کړې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، تر اوسه دې لړ کې څوک نه دي نیول شوي.
د پولیسو په لومړني رپوټ یا 'ایف ای ار ' کې د نهو کسانو خلاف د 'دروغجنې شاهدۍ ' ورکولو او بیا د دې شاهدۍ پر بنسټ د اختر اعلان کولو قضیه ثبت شوې ده.
په ایف ای ار کې لیکل شوي چې د دې نهو کسانو د دې 'فعل ' له کبله په خلکو د ناامنۍ رامنځته کېدو وېره پیدا شوې، چې عامه نظم ته زیان رسولای شي.
د دې کسانو کړنه پاکستان کې د روژې درناوي له قانون سره هم په ټکر کې بلل شوې.
د میاشتې لیدو اعلان ولې حیدرخېل کوي؟

د عکس سرچینه، ROFAN KHAN
ځايي خبریال نور بهرام وايي، د میرعلي په حېدر خېلو کې له تېرو څلورو یا پنځو لسیزو راهیسې د میاشتې لیدو شاهدي یوه کورنۍ ورکوي.
د ښاغلي بهرام په وینا مخکې هم د پېښور قاسم علي خان جومات کې د مرکزي رویت هلال کمېټې له اعلانه مخکې چې د اختر اعلان کېده نو د حېدر خېلو له سیمې د میاشتې لیدل کېدو د شاهدۍ پر بنسټ پرېکړه کېده.
د نور بهرام په خبره دغه کورنۍ د روژې له ۲۵ مې وروسته هره ورځ میاشت څاري او اعلان کوي چې اوس کومې سیمې ته ورسېده.
د نوموړي په وینا ځايي خلک د دې کورنۍ شاهدي د ساینسي واقعیت په توګه مني.
نور بهرام زیاتوي، له دې مخکې هم داسې شوي چې د وزیرستان حېدر خېلو کې د میاشتې لیدو شاهدۍ پر بنسټ د پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې له نور پاکستانه یوه ورځ مخکې اختر لمانځل شوی.

د عکس سرچینه، ROFAN KHAN
پاکستان کې نژدې هر کال د روژې او شوال میاشتو لیدو په تړاو اختلافونه رابرسېره کېږي او د مرکزي رویت هلال کمېټې پرېکړه عملي کول یوه ننګونه بلل کېږي.
تېر کال د دغه هېواد د ساینس او تکنالوژۍ وزیر فواد چودري د پنځو کلونو لپاره یوه قمري کالیزه خپره کړه، خو د رویت هلال کمېټې مشر مفتي منیب الرحمان پرې سختې نیوکې وکړې.
له هغه وروسته حکومت مفتي منیب الرحمان له دندې ګوښه کړ، خو په شمالي وزیرستان کې له سعودي عربه هم مخکې د اختر اعلان ثابته کړه، چې پاکستان کې لا هم د روژې او اختر اعلان پر سر اختلاف پای ته نه دی رسېدلی.










