کورونا؛ ایران او هند کې د اختر ورځو کې ټولبندیز؛ پاکستان کې سوداګرو احتجاج کړی

ايران کې کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

ايران د کورونا وېروس څلورمې څپې د مخنيوي په موخه پنځه ورځې پر ترافيکو بنديز اعلان کړی دی. د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني د واکسينو پروسې پر چټکلولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، هر ډول واکسين چې ترلاسه کولی یې شئ "غوره واکسين" دي.

ايران کې د کورونا سره د مبارزې مرکزي دفتر وياند علي رضا ويلي، له راتلونکې سې شنبې (۱۱ مې) نيولې تر ۱۵ مې پورې د ايران په ټولو ښارونو کې پر ترافيکو بندیز لګول کېږي او سرغړوونکي به جريمه کېږي.

دغه هېواد کې د کوچني اختر د رخصتيو پيلېدو سره د بېلابېلو سيمو تر منځ پر سفر بنديزونه لګول شوي دي.

د ايران د روغتيا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له امله د ۲۸۳ کسانو د مړينې تر څنګ ۷۴ زره کسان پر کورونا وېروس اخته شوي دي. خو ويل کېږی چې اصلي شمېرې تر حکومتي رسمي شمېرو دوه برابره ډېرې دي.

د ايران د روغتيا وزارت وايي اوس مهال په دې هېواد کې ۵۵۰۰ تنه د کووېډ-۱۹ ناروغان تر جدي پاملرنې لاندې دي.

د هند په ګڼو سیمو کې ټولبندیز اعلان شوی

هند کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

بله خوا د هند پلازمېنې نوي ډيلي اعلی وزير اروند کجريوال د يوې بلې اوونۍ لپاره د ټولبندیز د غځېدو سپارښتنه کړې او ويلي يې دي چې دا ځل به بنديزونه نور هم سخت وي.

د ښاغلي کجريوال په وينا له ټولنبند وړاندې د کورونا وېروس د خپرېدو کچه ۳۵ سلنه وه، خو اوس ۲۳ ته راټيټه شوې ده.

د هند په اترپرديش ايالت کې هم حکومت د کورنا وېروس د مخنيوي په موخه د مې تر ۱۷ نېټې ټولبندیز غځولی. په دې ایالت کې د شنبې پر ورځ له ۲۶ زرو ډېرې د کورونا وېروس مثبتې پېښې ثبت شوې وې او ۲۹۸ کسانو یې له امله خپل ژوند بايللی و.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې هم د مې تر ۱۷ نېټې پورې ټولبندیز لګول شوی دی.

پاکستان کې د ټولبندیز پر ضد احتجاج

کويټه کورونا

هلته پاکستان کې د کورونا د مثبتو پېښو د زیاتوالي له امله چارواکو د روانې میاشتې اتمې نېټې بیا تر ۱۶ پورې په ټولو بازارونو کې قرنطین اعلان کړی او د ښارونو ترمنځ يې د مساپر ګاډو پرتګ راتګ يې هم بندیز لګولی دی.

خو د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور وروسته په کوټه کې هم یو شمېر سوداګرو احتجاج کړی او وايي، د کورونا وبا له امله د حکومت له لوري لګول شوی قرنطین نه مني.

وړمه ورځ په پېښور کې سوداګرو د حکومت د دغې پرېکړې پر ضد احتجاج کړی و او اوس د کوټې سوداګر وايي، سبا دوشنبه به د حکومت د دغې پرېکړې پر ضد احتجاج کوي.

په کوټه کې د سوداګرو اتحاديې یو مشر عبدالرحیم کاکړ وايي، سبا به د دغه ښار زرګونو سوداګر په احتجاج لاس پورې کو.

د رسمي شمېرو له مخې ټول پاکستان کې تېره ورځ د کورونا وېروس له امله ۱۱۸ تنه مړه شوي او ۳۷۸۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره په ټول هېواد کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر ۸۵۸ زرو ته رسېږي او له ۱۸ زره زياتو کسانو ترې خپل ژوند بايللی دی.

بلې خواته چارواکي وايي، دغه قرنطین يې د دې لپاره اعلان کړی، چې د دوی په خبره د اختر په ورځو کې د کورونا مثبتې پېښې لا نورې زیاتې نه شي او د ګاونډ هند په څېر يې حالات خراب نه شي.

پاکستاني چارواکو د مې له لسمې تر شپاړسمې نېټې عامه رخصتي هم اعلان کړې او د سیل ځایونه يې هم تړلي دي.