د شاتو مچۍ مو 'په یوه کال کې عاید دوه برابره ډېروي'

شہد
    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي

پاکستاني لومړي وزیر عمران خان دا وروستیو کې د 'میلیارد ونو شاتو پروژې ' په نامه یو پلان اعلان کړ، چې له مخې یې پاکستان حکومت غواړي د شاتو تولید ډېر او خلکو ته کاري فرصتونه چمتو کړي.

دې لړ کې د شاتو یوه کاروباري شیخ ګل باچا چې له دوو لسیزو راهیسې د شاتو کاروبار کوي، وايي:

''باور ورکړئ که د شاتو کاروبار لپاره لږ تر لږه ۶۰۰ روپۍ ولرئ، په یوه کال کې مو دا پیسې دوه برابره کېږي. ''

ښاغلی باچا وايي، د دې کاروبار له پیلولو وروسته یې نه یوازې خپل اقتصادي حالت بدل شوی، بلکې داسې ډېر کسان پېژني چې په لږ پیسو یې کار پیل کړی و، خو اوس نورو هېوادونو ته شات صادروي.

ښاغلی پاچا زیاتوي د شاتو مچیو پالنې لپاره داسې چاپېریال پکار دی، چې د مچیو خوښې وړ ګلونه پکې ډېر وي.

شات

ماهرین وايي، پاکستان کې د شاتو کاروبار مخینه ۱۹۸۰ کلونو ته رسېږي چې پاکستان ته د کډوال شویو افغانانو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالۍ ادارې په مرسته د شاتو مچیو ۱۸۰۰ صندوقونه لومړی ځل راوړل شوي وو، هدف دا و چې کډوال د روزنې له ترلاسه کولو وروسته کاروبار وکړي او له اقتصادي پلوه پر خپلو پښتو ودرېږي.

له څه مودې راهیسې دې لور ته توجه کمه شوې او چې د ماهرینو په وینا د ځنګلونو پرې کېدل، پوځي عملیات او چاودنې هم د دې لامل شوي چې د شاتو مچیو لپاره مناسبې ونې لږ او کاروبار یې پیکه شي.

اوس لومړي وزیر عمران خان د یوه لس کلن داسې پروګرام پیلولو اعلان کړی، چې له مخې به یې د شاتو مچیو لپاره مناسب ونې، بوټي کرل کېږي.

شات

ګل باچا وايي، که د لومړي وزیر خان پروګرام عملي شي، لکونه کسان به روزګار ومومي. نوموړی وايي، ده خپله له خورا لږ پانګې سره د مچیو پالنې کار پیل کړ، خو اوس دوه زره صندوقونه لري او بهر ته شات صادروي.

ښاغلی باچا وايي، ''نن سبا تر څلورو زرو روپیو پورې د یوه صندوق بیه رسېږي، شاوخوا دوه لکه روپۍ د مچیو لپاره په دارو - درمل او نورو وسایلو لګېږي او له یوه صندوقه تر لس کیلو ګرامه پورې شات ترلاسه کېږي، چې په یوه کال کې شپږ لکه لګښت په ۱۲ لکه عاید بدلېږي. ''

شات

دی وای، ''وروسته د صندوقونو له شمېر ډېرېدو سره عاید هم زیاتېږي '

نوموړی زیاتوي، د مچیو پالونکو، کاروباریانو او صادرونکو په ګډون له ۱۲ تر ۱۵ لکو پورې کسان له دې لارې عاید ترلاسه کوي.

د پېښور ترناب فارم ته نژدې د شاتو لوی مارکیټ په پاکستان کې د شاتو تر ټولو لویه منډيي بلله کېږي.

د دې بازار یو کاروباري شېرزمان وايي، پاکستان کې د ۱۹۹۰ وروسته د شاتو کاروبار پراخ شو او د مچیو شمېر دومره ډېر شو، چې اوس یې د صندوقونو شمېر له درې نیمو تر څلور نیمو میلیونو پورې رسېږي.

شہد

له همدې ۱۹۹۰ راهیسې پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې شامل شو، چې شات صادروي.

اوسمهال د دغه هېواد د شاتو تولید کچه ۷۵۰۰ میټرک ټنو ته رسېږي او د لومړي وزیر عمران خان په نوي پروګرام کې ۷۰ زره میټرک ټنو ته د شاتو تولید کچې رسولو هدف ټاکل شوی دی.