پر اویغور مسلمانانو ظلم؛ امریکا پر چینایي چارواکو بندیزونه ولګول

امریکا د چین د کمونېست ګوند پر یوه ځايي مشر او دریو نورو هغو چارواکو بندیزونه ولګول چې په سینکیانګ ولایت کې یې د مسلمان لږکیو د لومړنیو حقونو په زیانمنولو تورنوي.

چین د اویغوریانو او نورو مسلمانانو په ډېر نیولو، مذهبي ځپلو او جبري شنډولو تورن دی.

دا بندیزونه په سیمه کې د کمونېست ګوند د مشر چن کوانګو او دریو نورو چارواکو مالي ګټې په امریکا کې په نښه کوي.

چین په سینکیانګ کې له مسلمانانو سره بد چلن درواغ بولي.

ویل کېږي دغه ولایت کې چارواکو وروستیو کلونو کې نږدې یو میلیون کسان پنډغالو کې ساتلي دي.

چین وايي، دا پنډغالي له توندلارۍ او بېلتونپالنې سره د مقابلې لپاره د مسلکي زدکړو مرکزونه دي.

د ولسمشر ټرمپ اداره وايي، د چین د کمونېست ګوند غړی ښاغلی چن تر ټولو لوړپوړی چینایي چارواکی دی چې د امریکا له بندیزونو سره مخ کېږي.

نوموړی د لږکیو پرضد د بېجینګ د سیاست جوړوونکی بلل کېږي.

د سینکیانګ د عمومي امنیت ادارې مشر وانګ مینګشان، دغه ولایت کې د کمونېست ګوند مهم غړی ژو هایلون او پخوانی امنیتي چارواکی هو لیوجون هم دې بندیزونو کې شامل دي.

په دې سره امریکا کې له دې کسانو سره هر ډول مالي معامله بې قانونه ده او که دوی امریکا کې جایداد ولري کنګل به شي.

خو د نورو دریو چارواکو او د دوی د کورنیو خلاف ښاغلی هو د ویزې له بندیز سره مخ نه دی.

د سینکیانګ د عمومي امنیت اداره باندې هم د امریکا بندیزونه لګېدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، واشنګټن سیمه کې "د پلاني او بوږنوونکي ناوړه چلن" پرضد عمل کوي:

"د چین کمونېست ګوند چې سینکیانګ کې د اویغوریانو، قزاقانو او نورو لږکیو ډلو انساني حقونه زیانمنوي، نو امریکا به یوازې ننداره نه کوي".

نوموړي دا هم وویل، چې سینکیانګ کې به د کمونېست ګوند پر نورو هغو چارواکو هم بندیزونه ولګېږي چې د انساني حقونو زیانمنوونکي بلل کېږي.

د نوموړي په خبره، ممکن د دوی کورنۍ هم له دې بندیزونو سره مخ شي.

وروستیو میاشتو کې د کورونا وېروس د خپرېدو او هانګ کانګ کې د ملي امنیت قانون د پلي کولو لپاره د چین د پرېکړې له امله د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ ناندرۍ پیدا شوې دي.