تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چين؛ د اویغوريانو پر ډله ییزه نيونه د ملګرو ملتونو اندېښنه
ملګري ملتونه وايي په چين کې د اويغوريانو د ډله ييزې نيونې راپورونو اندېښمن کړي او د ترهګرۍ ضد هڅو په "پلمه" د نیول شوو کسانو د بېرته خوشي کېدو غوښتنه يې کړې.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو یوې کمېټې هغه راپورونه اورېدلي چې شاوخوا یو میلیون مسلمان اویغوريان په سینکيانګ ایالت کې د بیا ښوونې په پنډغالو کې ساتل کېږي.
بېجېنګ دا تورونه ردوي خو دا مني چې یو شمېر مذهبي توندلاري د بیا ښوونې لپاره ساتي.
چين په دغه ایالت کې د نارامۍ پړه پر اسلامپالو توندلارو او بېلتونپالو اچوي.
د روانې مياشتې په لومړيو کې د یوې ارزونې پر مهال د توکمپالنې د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو د کمېټې غړو وويل: داسې راپورونه شته چې بېجېنګ " د اویغور کورواکه سيمه په یوه ستر ګڼ مېشتي پنډغالي اړولې ده".
چين بیا وايي چې اویغور ټول حقونه لري، خو بېجېنګ د دې تر څنګ یو نادر اعتراف هم کړی:
" هغوی چې مذهبي توندلارۍ بېلارې کړي دي باید بيا ورته ښوونه وشي او بیا ځای پر ځای شي".
سینکيانګ کې له کلونو راهیسې وخت ناوخت تاوتريخوالی وي چې وروسته ځپل کېږي.
ملګري ملتونه څه وايي؟
د ملګرو ملتونو دغې مرجع د پنجشنبې په ورځ خپلې موندنې خپرې کړې او " د چين په قوانينو کې يې د ترهګرۍ پر دومره پراخ تعریف او توندلارۍ ته داسې ګونګې اشارې او د بېلتون پالنې په تعریف" يې نیوکې وکړې.
دغه راپور په بېجېنګ غږ کړی چې:
له قانوني تور پرته نيونې، محاکمې او محکومول ودروي؛
هغه کسان چې همدا اوس ورته شرایطو کې نيول شوي ژر خوشي کړي؛
د نيول شوو کسانو شمېر او د دوی د نيول کېدو په تړاو معلومات ور کړي؛
" د توکميزو، قومي او مذهبي کړنو په تړاو د ټولو تورونو لپاره بې پرې څېړنې " ترسره کړي
په چين کوم تورونه دي؟
د بښنې د نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار د نړیوالې ډلې په ګډون د بشري حقونو ګڼو فعالانو د ملګرو ملتونو اړوندې کمېټې ته د هغو ادعاوو په تړاو اسناد ور کړي چې په پنډغالو کې د چين ولسمشر شي جېنپېنګ ته په زوره د وفادارۍ لوړه ورکول کېږي.
د اویغوريانو نړیوال کانګرېس په خپل راپور کې ویلي چې بنديان له هر دول تور پرته نیول شوي او ساتل شوي او دغه راز اړ ايستل شوي چې د کمونست ګوند شعارونه ورکړي.
راپور وايي دوی ته ناسم خواړه ور کول کېږي او د ربړونو په تړاو په پراخه کچه راپورونه شته.
ډېری بندیانو باندې هېڅکله د جرم تور نه دی پورې شوی او ادعا کېږي چې له قانوني وکالته هم بې برخې دي.
د ملګرو ملتونو وروستۍ وینا په چين کې د ډېرېدونکي مذهبي تاوتريخوالي په اوج کې خپرېږي.
په شمال لویدیځ نينګژيا سيمه کې سلګونه مسلمانان د یوه جومات د ړنګولو د پلان له امله د چارواکو په مقابل کې درېدلي دي.
اویغوریان څوک دي؟
اویغور وګړي مسلمان توکمه لږه کي دي چې ډېری يې د چين په سينکيانګ ایالت کې مېشت دي.
دوی هلته د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي.
سینکيانګ په رسمي ډول په چين کې د سوېلي تبېت سيمې په څېر د چين د ننه کورواکه سيمه ده.
په سینکيانګ ایالت کې د مخ په ډېرېدونکې اندازې اویغوريانو او نورو مسلمانانو د نيول کېدو راپورونه په وروستيو مياشتو کې خپرېږي.
چين وايي دوی دا نيونې د مذهبي توندلارۍ د ځپلو په موخه کوي.