تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د منظور پښتین ضمانت ونه منل شو
د پښتونخوا مرکز پېښور کې یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر او مشر منظور پښتین ضمانت ونه مانه او اوس به د ډېره اسماعیل خان زندان ته وړل کېږي.
د پېښور پولیسو وړمه شپه منظور پښتین له شپږو ملګرو سره د ښار په تاکال سیمه کې ونیو.
له منظور پښتين سره نيول شوي شپږ تنه محکمې ته له وړاندې کېدو وروسته پرېښوول شوي او يوازې د ښاغلي پښتين د ١٤ ورځني توقيف حکم شوى.
د پېښور پولیس وايي، د نوموړي پر ضد په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو رپوټ ثبت شوی دی او هغوی ته به سپارل کېږي.
د ډېره اسماعیل خان پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین په دغه ښار کې د جنورۍ پر اتلسمه نېټه یوې غونډې ته وینا کې د پاکستان اساسي قانون رد کړی و.
خو محسن داوړ د پولیسو رپوټ یوه ډرامه بولي او زیاتوي، " دا ډرامه ده، ځکه څو احتجاجونه را روان دي، د هغه د مخنیوي لپاره نیول شوی دی".
"دروند احتجاج"
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان استازی محسن دوړ پرون بي بي سی ته وویل، نن د سې شنبې په ورځ به د غورځنګ غړي د پاکستان په ټولو ښارونو کې "دروند" احتجاج کوي.
ښاغلي دوړ بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل دا لاريونونه به نه يوازې د پاکستان په ټولو ښارونو بلکې په نورو هېوادونو کې هم وي.
نوموړى وايي "د نړۍ په هر هغه ښار کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي موجود وي احتجاج به وشي، ټول پاکستان او ټولې نړۍ ته به مالومه شي چې حکومت له هغو سياسي فعالينو سره څه راز چلند کوي چې د بنسټيزو او قانوني انساني حقونو خبره کوي."
افغانستان کې لاریونونه
د منظور پښتین د خوشي کېدو په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ښارونو کې هم لاریونونه پلان شوي دي.
د کونړ مرکز اسعداباد کې هم سلګونه ځوانانو لاریون کړی او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل چې منظور پښتین سملاسي خوشی کړي.
د دې لاریون یوه ګډونوال او منتظم ادریس غروال بي بي سي ته وویل، چې لاریون ولس او مدني ټولنو جوړ کړی و.
پلازمېنه کابل کې هم د پاکستان د سفارت مخته لاریون شوی او د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه پکې شوې ده.
غبرګونونه
د منظور پښتين نيونې د انساني حقونو د فعالانو، نړیوالو ادارو او چارواکو غبرگون پارولی دی.
د بښنې نړیوالې ادارې د اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر د منظور پښتین د سملاسي خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین د نیونې په تړاو په غبرګون کې ویلي چې د ښاغلي پښتین او د هغه د ملګرو نیونې خواشينى کړى.
خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د ولسمشر غني ټوېټري پيغامونه د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بللې.
ښاغلي قريشي په خپره کړې اعلاميه کې ويلي د دوى په اند دغه راز ويناوې د دوو هېوادونو د خپلمنځيو اړيکو له ښه کولو سره مرسته نه کوي.